د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د پکتیکا ځوانان څه وايي چې څه ستونزې لري؟


د پکتیکا ولایت له دوو فعالانو سره غږیدلي یو او په پارلمان کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي سره مو د دوی خبرې شریکي کړي دي، څه سوال او ځواب شوی؟ په ننۍ تاندې څانګې کې به یې واورئ

پکتیکا یو له هغو ولایتونو دی چې د بې کارۍ او بې سوادۍ کچه پکې لوړه او معارف یې معیاري ندی خو له امنيتي پلوه هغومره ناامنه ولایت ندی لکه څومره چې په رسنیو کې ویل کیږي. دا خبرې زه نه کوم بلکې محمد نبي زیارمل يې کوي، دی د پکتیکا دی او په پکتیکا کې تر بل هر څه بېکاري لویه ستونزه ګڼي او زیاتوي چې د پکتیکا په اداره کې ځینې شته کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د پکتیکا د امنيتي وضعيت په اړه ناسم خبرونه خپروي.

دادمحمد ناوک هم د پکتیکا ولایت له ځوانو فعالانو یو دی، دی هم د زیارمل خبرې تايئدوي او وايي چې که څه هم د پکتیکا نجونو ته اوس هم د لیک لوست زده کړې زمینه په کافي کچه نده برابره خو بیا هم دی وايي چې تر پخوا پکتیکا د تعلیم په برخه کې پرمختګ کړی.

ما ویل په پکتیکا کې د ځوانانو د مشکلاتو د حلولو یا د دوی د غږ پورته کولو لپاره د ځوانانو مدني ټولنې نشته؟ نو زیارمل وویل چې شته خو ....
(هلته زیاتره ټولنې د ريئسانو، وکیلانو او د والي لخوا د دوی د ستاینې او لمانځنې لپاره جوړې شوې دي...)

ښاغلی ناوک د پکتیکا له وکیلانو ناراضه دی چې یوازې د پکتیکا نوم یادوي نور ه یې د دوی پر وینا کومه توره نده کړې. دی وايي له یو دوو وکیلانو پرته د پکتیکا خلک حتی په دې ندي خبر چې په پارلمان کې څوک د دوی استازی دی.

نبي زیارمل بیاد پکتیکا له والي شکایت لري چې که یو خوا یې په پکتیکا کې جوړ لوبغالی پخپل نوم نومولی نو بلخوا اوس غواړي د پکتیکا پوهنتون له خپله ځایه بل ځای ته منتقل کړي، چې محصلان به له مشکل سره مخ شي.

د محمد نبي زیارمل او د داد محمد ناوک له خبرو څرګنده شوه چې دوی په پکتیکا کې بېکاري، د معیاري معارف نیشتوالی، په اداره کې د ځينو هغو کسانو موجودیت د چې د پکتیکا د امنیتي وضعیت په اړه منفي تبلیغات کوي هغه جدي ستونزې بولي چې ځوانان په یو نا یو ډول ګواښي. د دوی دغه خبرې مو په پارلمان کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي سره شریکې کړې. ښاغلي کټوازي هم په پکتیکا کې د پوهنې او د لوړو زده کړو دبد وضعيت ستونزه تر ټولو جدي وبلله.

کټوازی وايي چې هو، داسې یوه کړۍ وه چې پکتیکا یې خلکو ته یو ناامنه ولایت معرفي کاوه او غوښتل یې چې پاک ځوانان هلته کار کولو ته زړه ښه نه کړي او دا کړۍ اوس هم شته.

ښاغلی کټوازی همدا راز وايي چې تر خپله وسه یې هر وخت له ځوانانو سره د دوی د ستونزو په هواري کې منډه ترړه کړې ده او ځينو محصلانو ته یې د ده په کور کې د اوسېدو زمینه برابره کړې چې ځينې یې اوس له پوهنتونه فارغه دي او ځینو بااستعداده او وړ ځوانانو ته یې په بهر کې د زده کړو لپاره د بورسونو زمینه برابره کړې ده.

د پکتیکا د پوهنتون د ځای د بدلون په اړه مې هم ښاغلی کټوازی وپوښت، نو ده په ځواب کې وویل چې دا خبره سپيناوی غواړي چې د پکتیکا والي د پوهنتون د ځای په بدلون کې لاس لري.خو دی وايي چې په اوسني وخت کې د پوهنتون د ځای له بدلون سره جوړ ندی ځکه چې دا به د پکتیکا ځوانان له لا ډیرو ستونزو سره مخ کړي.

داد محمد ناوک په پای کې له نوي دولته پکتیکا او د پکتیکا خلکو خصوصاً ځوانانو ته د خاصې پاملرنې غوښتنه کوي او له ځوانانو غواړي چې نور دې د چا په تمه نه اوسي، سره یو دې شي او پخپله دې ځان ته کار وکړي.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم تاندې څانګې اوریدلی او لوستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:04 0:00
مستقیم لېنک



www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG