د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

بیدار: په تېروکلونو کې څه باندې دېرش زره شکایتونه ثبت شوي


د حقیقت څه دی پروګرام خپریدو ته چمتو دی، په دې پروګرام کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند رفیع الله بیدار سره د دغه کمیسیون د تېرو کارونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه او همدا راز د خلکو د ستونزو په خاطر خبرې شوي دي.

ښاغلی بیدار وايي چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تېرو کلونو کې څه باندې دېرش زره شکایتونه ثبت کړي دي او په زرګونه وار یې له محبسونو او نورو توقیف ځایونو لیدنه کړې ده.

بیدار وايي، د انتقالي عدالت او د جنګي مجرمینو مستند د دې لپاره عملي شوی نه دی چې له دې مخکې په حکومت کې د دې کار لپاره قوي سیاسي اراده نه وه موجوده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:21 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG