د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

د خوراکي موادو په وچولو کې دې بې غوري نه کیږي


د ځینو خوراکي موادو وچول لکه د غوښې، پیازو، رومیانو او داسې نورو ترکاریو له پخوا وختونو څخه دود دی.

په ځینو کلیوالو سیمو کې چې کله واورې وشي د لارو د بندیدلوله وجې څوک بازار ته نه شي تلای، بیا له همدغو وچو شیانو نه کار اخلي.

یوشمېر نوربیا بې وزلي او غریبي دې ته هڅوي چې خوراکي توکي وچ کړي، ځکه ژمي که پیدا هم شي قیمته وي، د اخیستلو توان یې نه لري.

هغه کسان چې په خاورو او دوړو ککړ وچ شوي خوراکي شیان خوري اکثره وخت د ستوني په درد اخته وي، محمد زاهد واحدي وایي چې دی تل له همدې ستونزې سره مخ وي.

ځیني خلک چې کله غوښه وچوي له ونې نه شنې لښتې ورته راماتوي بیا غوښه په کې ځوړندوي.

د لوګراوسیدونکی محمد خطاب وایې، په دې کارسره له یوې خوا شنو ونو ته تاوان رسوي، له بله پلوه غوښه هم په لمدو لښتو کې خرابیږي، ټوله شنه اوړي.

د پکتیا اوسیدونکی جاوید وایي چې دوی د دې لپاره چې ژمی غوښه او نور خوراکي مواد قیمته وي هغه وچوي، خو په داسې طریقه چې تاوان ورته ونه رسوي.

د امان اله په نظرهغه کسان چې وایي دوی د خوراکي موادو د وچولو لپاره سم ځای نه لري، دا هسې یوه بهانه ده، دوی په اصل کې ځان نه په زحمت کوي، که لږ خواري وکړي، د خوراکي شیانو د وچولو لپاره پاک ځای پیدا کولای شي.

د نازوانا د روغتون رئیس ډاکترعتیق حلیمي وایي چې که د خوراکي مواد په وچولو کې بې غوري وشي، هغه په ګرد او خاورو کې وچ شي، د ډیرو خطرناکو ناروغیو سبب کیږي.

ډاکترحلیمي په خپلو خبرو کې ډیر ټینګار په دې کاوه چې وچ شوي خوراکي مواد خپل هغه اصلي کیفیت او خوند له لاسه ورکوي، نوترډیره حده باید هڅه وشي چې په ژمي کې هم تازه ترکارۍ او نور خوراکي شیان وخوړل شي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:39 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG