د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

"افغانستان او پاکستان دې تر هرڅه وړاندې د سولې لپاره کار وکړي"


د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ د افغانستان او پاکستان نوي حکومتونه باید تر هرڅه وړاندې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي، ځکه سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د دې شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل؛ په لومړي سر کې باید دواړه لوري د یو بل تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته کړي او هغه تېروتنو ته په ښکاره ګوته ونیسي؛ چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې وې.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن افغانستان ته راغلی؛ دا چې د ده راتګ به د افغانستان په سولې څومره تاثیر ولري؛ د ازادۍ راډیو خبریال رحمت الله افغان د سولې عالي شورا له مرستیال ښاغلي عبدالحکیم مجاهد سره مرکه کړې.

XS
SM
MD
LG