په دې پروګرام کې له اورېدونکو د دوى په ټليفوني پيغامونو کې اورئ چې وايي په ځينو سيمو کې ټليفوني شبکې سم فعاليت نه لري.
ځينې اورېدونکي له افغان حکومت نه غواړي چې د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي او د ځينو سيمو پرمختيايي پروژو ته زياته ترجېح ورکړي.
دوى پر نورو مسايلو هم په خپلو ټليفوني پيغامونو کې خبرې کړې دي.
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org