په افغانستان کې يو ځوان توانېدلى په لږو امکاناتو او خپل ابتکار سره د لومړي ځل لپاره دوه پښتو کتابونه اپ سټور ته داخل کړي.
هغه کسان چې اى فون يا هم اى پاډ کاروي کولاى شي دغه کتابونه د رحمان بابا ديوان او بل هم د قمارباز په نوم رمان، په وړيا ډول د اپ په بڼه کاپي يا ډنلوډ کړي.
احمد صميم اسحاقزي چې د خپل ورور په مرسته دغه ابتکار کړى وايي په پام کې لري په راتلونکي کې نور ګټور کتابونه او اپلکېشنونه هم اپ سټور ته داخل کړي.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کړې چې څنګه وتوانېد دغه دوه کتابونه اپ سټور ته اماده کړي؟