د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د ماشوم لویول د یوې لویې کلا جوړول دی


وایي، د ماشوم لویول د یوې لویې کلا جوړول دي، ماشوم د پیدایښت له ورځې بیا تر هغه چې په خپله ښه او بده پوهیږي د کورنۍ په تیره بیا د مور ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري؛ د لږ بې غورۍ په صورت کې هم دومره بدې پیښې رامنځته کیږي چې؛ بیا یې جبرانول د بنده په توان کې نه وي.

مریم چې د کابل په کارتې نو کې اوسیږي د خپلو دوستانو کیسه کوي چې؛ د خاپوړو زوی یې په کوټه کې یوازې پریښی و؛ د پلار د عصابو دوا یې خوړلې، تر هغه چې دوی په خیریدل او ډاکتر ته یې رساوو؛ په لاره مړ شو.

د ماشوم دا عادت وي چې، هر شي د خوړلو له لارې تجربه کړي؛ هغه په دې نه پوهیږي چې، هر څه د خوړلو نه وي، حاجي امان د خپلو لمسیانو په هکله وایی دا چې له ځمکې نه ناپاکه شیان خوري هر وخت په نس ناستي اخته وي.

د پغمان د اوسیدونکی عنایت نهه میاشتنۍ لور له ځمکې نه د بوتل سرپورته کړی؛ کله یې چې خولې ته اچولی ستونی کې یې بند شو؛ هغه وایي هسې خدای وساتله کنه مرک کې یې هیس هم نه و پاتې.

ځینې میندې بیا سره له دې چې په دې پوهیږي چې؛ که ماشوم یوازې داسې ځای کې پریدي چې هلته خاورې خڅلې وي؛ خوري یې، بیا یې هم پریږدي. د وردګو اوسیدونکی جنت ګل وایي چې، په کوټه او حویلۍ که خو څه کوي په کوڅو کې هم واړه ماشومان ګرځي او ناپاکه شیان په خوله کې وهي.

د پغمان اوسیدونکی ګل محمد بیا وایي، کله چې ماشومان له ځمکې نه کوم شي پورته کړي؛ دی یې وهي، چې دا هم سم کار نه دئ.

روانشناسان هم وایي چې له ځمکې نه د هر شي ټولول بیا خولې ته وړل د ماشوم طبعي عادت وي؛ ماشوم د دې درک هم نشي کولای چې؛ څه ورته تاوان رسوي او څه بې زیانه دي؟ نو د حل لاره دا ده چې کورنۍ خپلو بچو ته پاک چاپیریال چمتو کړي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG