د بلوچستان حکومت په دې ايالت کې وروستيو تروريستي بريدونو ته په پام سره له افغانانو غوښتي، چې بايد نورخپل هېواد ته ستانه شي، خو د مهاجرينو رياست په هر ډول پېښو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي.
د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل په کوټه کې د مهاجرينو له رئيس ښاغلي امدادالله عزيز سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو او د هغوى د کارډونو د نويو کولو په پروسه کې د ځينو ستونځو په اړه مرکه کړې ده: