د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د نجونو ښوونځی د موقت وخت لپاره تړل شوی دی.
د دې وزارت د نشرانو ریس کبیر قمل ازادۍ راډیو ته وویل، چې په نږدې وخت کې به دغه ښونځي بیرته د نجونو په مخ خلاص شي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د هرات د پوهنې چارواکو د شینډنډ ولسوالۍ د نجونو ښونځي د مخالفینو د ګواښونو له امله تړلي دي.
زموږ همکار سید کمال شا عارف له ښاغلي حقمل سره مرکه کړې او په سر کې یې په دې اړه وضاحت ترې غوښتی: