د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د زړورې ښځې جایزه ګټونکې نسرین اوریاخېل فعالیتونه


افغانه ډاکټره او د نړۍ د زړه ورې ښځې د جایزې ګټونکې نسرین اوریا خیل د خپل کار او ژوند په اړه غږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اتو کلو راهیسې، هرکال لس ښځې د نړۍ د زړه ورو ښځو په جایزه لمانځي. دا جایزه هغو ښځو ته ورکول کیږي چې؛ د سولې، عدالت، بشري حقونو د تامین او د ښځو او نارینه وو د حقونو د مساوات لپاره یې زړه وره مبارزه کړي وي.

سږ کال د هغو لسو ښځو په ډله کې چې د زړه ورتوب نړېواله جایزه یې خپله کړه افغانه ډاکټره نسرین اوریا خیل هم شامله وه. نسرین اوریا خیل په کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه، د قابلو د روزنې او د کورنۍ د تنظیم د ملي انجمن رضا کاره مشره ده.

مېرمن اوریا خیل ته دا جایزه د مارچ په شپږمه نېټه د دې د رضا کارانه خدمتونو او د مور او ماشوم د مړینې د کچې په راکمولو کې د دې د هلو ځلو د قدردانۍ په اساس ورکړل شوه.

تر دې مخکې دوو نورو افغانو مېرمنو ماریا بشیر اومریم درانۍ هم دا جایزه تر لاسه کړې وه.

مېرمن اوریا خیل دا جایزه خپله نه بلکې د ټولو افغانو ښځو ګڼي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:41 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG