د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه
وروستی بدلون 04 06 1389 07:50 PM
ځوانان څه ډول واده غواړي، په خپله خوښه که د کورنۍ په خوښه. په دې خپرونه کې په همدې اړه د ځوانانو خبرې او ستونزې اورو، واده کول د بشر طبیعي او فطري غوښتنه ده او په ځوانۍ کې د ژوند تر ټولو مهمه او لویه پرېکړه.
په افغانستان کې د ځوانانو د واده موضوع تل له یو شمېر کش مکشونو سره مله وي که څه هم ځیني افغانې کورنۍ ځوانانو ته دا حق ورکوي چې د خپل ژوند شریک په خپله وټاکي یا لږ تر لږه ورسره مشوره کوي خو تر اوسه هم ګڼې کورنۍ شته چې د هلک او انجلی د واده پرېکړه په خپل زړه کوي او ځوانانو ته د خپل ژوند د پرېکړې اختیار نه ورکوي.
د کابل اوسېدونکی ایمل د ژوند د شریک د انتخابولو حق د ځوانانو بولي وایي، چې هغه کس چې کورنۍ یې انتخابوي د کورنۍ د مشرانو په ذوق او سلیقه به برابر وي خو کېدای شي ځوانان په خپلو کې سره تفاهم ونه لري.
د کابل پوهنتون محصله زرغونه وایي، تجربو ښودلې هغه ودونه چې د هلک او انجلۍ خوښه په کې په نظر کې نیول شوې تر تحمیلي ودونو یې ښه نتیجه ورکړې.
دا زیاتوي چې په کوژده او واده کې د کورنۍ سلا مشوره شرط ده خو وروستۍ پرېکړه باید خپله ځوانان وکړي.
د ښوونې او روزنې د پوهنتون محصل امان الله عابد وایي چې تر ټولو ښه واده هغه دی چې ځوان د خپل ژوند شریک په خپله خوښ کړي خو وایي چې افغان ځوانان مجبور دي، که کورنۍ په خپله خوښه هم څوک وټاکي په پټه خوله یې ومني.
ځینې شمېرنې ښیي چې په افغانستان کې په هرو سلو ودونو کې شپېته تر اتیا ودونه جبري دي. د زیاترو افغانو کورنیو مشران په خپله خوښه پر کشرانو ودونه تحمیلوي او د هغوي د انتخاب پر حق سترګې پټوي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په اکثرو نورو هېوادونو کې جبري واده کول جرم ګڼل کېږي.
له بلې خوا تر اوسه هم ګڼ ځوانان د ټولنې د غلط دود دستور تر اغېز لاندې دي، د خپل واده فیصله د کورنۍ حق ګڼي او دا ورته شرم او بې حیایي ښکاري چې په دې موضوع کې مداخله وکړي .
افغان ځوانان ډېر ځله د همدې بې ځایه شرم او حیا له امله د کوژدې واده پر وخت دقت نه کوي او خپل نظر او غوښتنه نه څرګندوي خو وروسته بیا ګڼې ستونزې ورته پیدا کوي او ان ژوند یې ورانوي .
سیمینه چې په څوارلس کلنۍ کې یې له خوښې پرته واده شوی او له مېړه سره د تاوتریخوالي له امله له دوو کلو راهیسې د پلار په کور اوسي د خپل ژوند کیسه کوي وایي چې کله هم کورنۍ باید د هلک او انجلۍ له رضا پرته واده ونه کړي.
دا یوازې نجونې نه دي چې د دوي خوښه په نظر کې نه نیول کېږي او بې له دې چې هلک یې لیدلی وي او یا مشوره ورسره وشي ودېږي او ژوند یې تباه کېږي بلکې ګڼ زلمي هم د کورنۍ همدې جبر په زړه داغلي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون د روانشناسي د پوهنځي استاد پوهنیار محمد ظاهر شمس غزنوي وایي چې، دغسې په زور او د ځوانانو له مشورې او خوښې پرته ودونه رواني او جسمي ناروغۍ پیدا کوي او ناوړه پېښۍ لکه طلاق، ځان وژنې او له کوره تېښتې رامنځته کوي.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد ډاکتر محمد ایاز نیازی وایي چې د اسلام له نظره جبري ودونه ناروا دي، اسلام مخکې تر واده د زلمي او پېغلې تر منځ په پېژندګلوي او توافق ټينګار کوي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي هره شنبې او دوشنبې خپروي.