راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ځانګړې مرکه

لودین:صالحي تر نیول کېدو وروسته د ولسمشر په غوښتنه بیرته نه ده نیول شوی

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې مرستیال قسیم لودین
وروستی بدلون 30 05 1389 08:35 PM
د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتیژۍ په تطبیق د څارنې عالي اداره د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د امکاناتو او ظرفیتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د دغې ادارې مرستیال قسیم لودین وايي، ولسمشر یې صلاحیتونه زیات کړي خو له دغو صلاحیتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره کافي ظرفیتونه نه لري.

لودین همدا راز تاییدوي چې د اداري فساد په یوه پېښه کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د یوه مسئول ضیا صالحي د لاس لرلو په اړه څیړنې دوام لري.

نوموړي هغه راپورونه ردوي چې وايي ښاغلي صالحي تر نیول کېدو وروسته د ولسمشر په غوښتنه بیرته نیول شوی.

له ښاغلي لودین سره په دې اړه زموږ همکار احمد زبير ژمن مرکه کړې، چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
د حرفواندازه - +

ږغ اوتصویر

ږغ

له ښاغلي لودین سره مرکه

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس