ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ځانګړې مرکه

جان کیري:ولسمشر کرزی په ټولو موجوده ستونزو ښه پوهیږي

په کابل کې د امریکا سناتور جان کیري د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي
وروستی بدلون 28 05 1389 04:23 PM
ښاغلی سناتور جان کیري لومړی مننه چې ازادۍ راډیو ته مو د مرکې لپاره وخت راکړ.

دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې څخه هم اورېدلی شي.

پوښتنه:

زما لومړی پوښتنه داده چې تاسو په خپل دې سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کومو مسلو باندې خبرې وکړې؟

ځواب:

موږ ډیر ښه او مثبت ملاقات درلوده. ډیرې روښانه او رېښتونې خبرې مو درلودې، زه خوښ یم چې ولسمشر په ټولو موجوده ستونزو باندې ډیر ښه پوهیږي او ژمن دې چې د دغو ستونزو د حل په برخه کې رغنده کارونه وکړي او موږ به ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

زه پوهیږم چې ځينې خلک د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر بارک اوباما له خوا د راتلونکي کال د ټاکلو په اړه اندېښنه لري، خو زما پیغام ولسمشر حامد کرزي او نورو هغو کسانو ته چې ما ورسره لیدلي دي دادی چې موږ د افغانستان د اوږد مهاله ثبات په برخه کې ژمن یو او دا هم ډیره مهمه ده چې خپله افغانان زیات مسولیتونه ترلاسه کړي ځکه دا د هغوي هېواد دی او موږ به ورسره په دې برخه کې مرسته کوو.

پوښتنه:

مننه، ایا په دې سفر کې د افغانستان کوم ولایت ته مو هم سفر وکړ او که څنګه؟

ځواب:

بلې زه تازه تازه کندهار ته تللی وم. ډیر ښه سفر مې درلوده. له والي، ښاروال او د شوراګانو له غړو سره مې ولیدل. ما د کندهار د مشرانو هیلې او اندېښنې واورېدې.

پوښتنه:

نو په کندهار کې وضعه څنګه ارزوئ په ځانګړي توګه د ښې حکومت دارۍ او د ملکي ادارو د تقويي په برخو کې؟

ځواب:


زه په کندهار کې د نوېو هلوځلو څخه متاثره شوم، خو باید په یاد ولرو چې دا پیل دي، فکر کوم په راتلونکو څو میاشتو کې به ځیني کارونه ترسره شي.

د دغه ولایت والي ژمن دی چې د برېښنا سیستم ته په دغه ولایت کې وده ورکړي چې دا بیا خلکو ته دندې پیدا کوي او د ښه کیفیت ژوند او داسې نور.

پوښتنه:


ستاسو له خولې په ځینو رسنیو کې راغلي دي چې متحده ایالات به په فساد کې ښکیل افغانستان د تل لپاره تحمل نه کړي. که چېرې ولسمشر حامد کرزی د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې بریالۍ نه شي نو ستاسو غبرګون به څه وي؟

ځواب:


تر ټولو مخکې باید ووایم چې ولسمشر کرزی د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې ژمن دی. لکه څنګه چې ده راته تېره ورځ وویل چې د دغې مبارزې په ترڅ کې یي تر اوسه پورې ځیني قاضیان او نور چارواکي له دندو ګوښه شوي دي، په مختلفو کچو کوښښونه روان دي.

والیان بدل شوي دي او داسې نور کارونه هم شوي دي او فکر کوم چې د وخت په تېرېدو سره به نور کارونه هم وشي.

پوښتنه:

ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د یوه فرمان په ترڅ کې په هېواد کې د ټولو خصوصي امنیتي کمپنېو د تړل کېدو غوښتنه کړی ده او هغه هم په څلورو میاشتو کې.

خصوصي امنیتي کمپنیو خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کاروانونو د انتقال دنده هم په غاړه درلوده. د ولسمشر د دغه اقدام په اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

په اصل کې موږ د دغه اقدام ملاتړ کوو، خو موږ باید دا یقیني کړو چې د دغه اقدام په ترسره کېدو سره کوم تاوان وا نه وړي او دا چې په رښتیا هم دا کار په څلورو یا پنځو او زیاتو میاشتو کې کېدای شي او که نه په دې برخه کې زه څه نه شم ویلای ځکه زه د دې برخې تجربه نه لرم.

پوښتنه:

مننه ،بله مسله دا چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال پترویس ویلي دي چې دی به په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړي او په عین حال کې د امریکا د فاع وزارت په دغې نېټې باندې ټینګار کوي، فکر نه کوې په دې اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ اختلافات موجود دي؟

ځواب:


نه زه فکر نه کوم چې کوم اختلاف دې موجود وي، د دغې جملې په اړه په دقیقه توګه ما نه ده اورېدلې خو دومره پوهیږم او اورېدلې مې دي چې جنرال پترویس ویلي دي چې دې په دې باور دی چې موږ باید خپل پرمختګونو ته دوام ورکړو، خو زه فکر کوم چې ولسمشر کرزي هم غواړې چې افغانان زیات مسولیتونه واخلي او مشري په خپل لاس کې ونیسي.

د همدې کار د ترسره کولو لپاره ولسمشر اوباما یو هدف وټاکه، خو دا نه بدلیدونکې او سخت هدف نه دې چې په سیمه کې د حالاتو له حقیقت سره دې سازش ونه شي کړای. په راتلونکو میاشتو کې به موږ ټول ډیر له نږدې څخه په دې اړه فکر کوو.

پوښتنه:

ولسمشر کرزي له تاسو سره په لیدنه کتنه او ولسمشر اوباما ته په خپل لیږلي لیک کې د افغانستان د جګړې د سټراتیژۍ باندې بیا غور کول غوښتې وه. ایا دا مسله امریکا ته د منلو وړ ده او که څنګه؟

ځواب:


موږ هر کله دې ته چمتو یو چې د افغانستان ولسمشر ته په ډیر دقت سره غوږ ونیسو او د ده پوهې ته د خپل هېواد په برخه کې ډیر درناوی هم لرو، که دی فکر کوي چې داسې لارې شته چې موږ پرې کارونه په سمه توګه کولای شو نو موږ ته به دا ډیره مهمه وي چې وایي ورو او وګورو چې موږ څنګه کولاې شو د خپلې سټراتیژۍ دغه تصور داسې سره راټول کړو چې د دغه ماموریت لپاره ترې لا ډیره اغیزناکه سټراتیژي جوړه شي.

پوښتنه:

ډیره زیاته مننه یوه وروستۍ پوښتنه او هغه دا چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه د ویکیلکس د انټرنېټې پاڼې له خوا په زرګونو محرم اسناد خپاره شول چې په کې د افغانستان په کورنیو مسلو کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه هم ثابته شوه، تاسو پاکستان ته د خپل سفر پرمهال په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره هم جدي خبرې کول غواړئ؟

ځواب:


په ویکیلیکس چې څه خپاره شوي وه د هغوي زیاته برخه زاړه معلومات دي.
تقریبا ټول دغه خپاره شوي اسناد هغه وخت پورې اړه لري چې ولسمشر بارک اوباما دغه نوې سټراتیژي نه وه جوړه کړې، خو دا اندېښنې په ریښتونې توګه اوس هم موجودې دي چې د پاکستان ځینې ادارې د خپلې رهبرۍ ټولې غوښتنې نه عملي کوي، زموږ اندېښنه په دې برخه کې شته ده، موږ په رښتیا هم چې اندیښمن یواو په دې اړه مو له پاکستانې مشرانو سره خبرې هم کړي دي.
د حرفواندازه - +

ږغ اوتصویر

ږغ

له جان کیري سره مرکه

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس