د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

په افغانستان کې د سولې د خبرو وخت رسیدلی دی


لویدیځو رسنیو او ورځپاڼو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې د خبر له تایید وروسته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

فارن افیرز:

فارن افیرز امریکايۍ خپرونې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي جیمز ډبنز او کارپوه کارتر مالکسیان یوه لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، په افغانستان کې د سولې د خبرو وخت رسیدلی دی. د نوموړي په خبره که په خپله سوله نه وي نو د سولې خبرې خو پیل شوي دي.

فارن افیرز خپرونه د جیمز ډبنز او مالکسیان له قوله وايي؛ په تېرو څو میاشتو کې افغانستان، پاکستان او طالبانو د سولې د خبرو په لور لوړ ګامونه اخستي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازي لیکي:

له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره فرصتونه رامنځته او ضایع شول.

جیمز ډبنز وايي، د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني د سولې پروسه د خپل کاري اجنډا په سر کې ځای کړه او پاکستان او چین هم د سولې د خبرو د پیل لپاره ګټور ګامونه پورته کړل.

لیکوال وايي، امریکا باید د سولې لپاره اوسنۍ فرصت ضایع نه کړي او د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره باید ټول اړین کارونه وکړي.

نوموړي فارن افیرز ته لیکي؛ متحده ایالات باید له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ څو پاکستان دې ته اړ شي چې طالبان د خبرو میز ته کښېنوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ استازی وايي؛ تر ټولو مهمه دا ده چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ویستلو په مساله کې نرم دریځ غوره کړي او تر ۲۰۱۷م کال او تر هغې وروسته هم له له افغانستان څخه د خپل ملاتړ پر ژمنه ودریږي.

فایننشل ټایمز:

د برتانيې چاپ فایننشیل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې چې د ملا عمر د مړینې له تایید وروسته د افغانستان د سولې د خبرو په اړه شک پیدا شوی؛ یوه مقاله خپره کړې ده.

فایننشیل ټایمز لیکي، د ملا عمر د مړینې د خبر تر تایید وروسته د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات پیدا شوي او د مطلب د لیکوال په خبره سخت دریځه طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو چې د پاکستان په کوربتوب او د چین او امریکا تر څارنې لاندې وې؛ مخالفت ښودلی دی.

د پاکستان متقاعد جنرال معین الدین حیدر فایننشیل ټایمز ته ویلي؛ دا سخته ده چې معلومه شي چې د طالبانو نوی اعلان شوی مشر ملا اختر محمد منصور پر طالبانو څومره کنټرول لري.

یو شمېر لویدیځو ډیپلوماټانو فایننشیل ټایمز ته ویلي په داسې وخت کې چې د افغانستان جګړه دوام لري د طالبانو او افغان حکومت خبرې ښايي وځنډیږي.

د چتم هاوس څیړنیز مرکز کارپوه مات والډمن فایننشیل ټایمز ته ویلي طالبان له پوځي اړخه اوس هم ځواکمن دي، منابع لري او په پاکستان کې له خوندي پنا ځایونو برخمن دي.

XS
SM
MD
LG