د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د دفاع وزیر د تقرر پر سر د اشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافات


نړېوالو رسنیو د افغانستان د ولسي جرګې له خوا د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزي ردېدلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

دي ايکانومسټ ټايمز:

دي ايکانومسټ ټايمز ورځپاڼې د ولسي جرګې له خوا د افغانستان د دفاع وزارت د کاندید د رد کېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، دغه کانديد په داسې حال کې ونه توانېد چې د اعتماد رايې تر لاسه کړي چې دا څوکۍ له مياشتو راهيسې خالي ده او افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره د جګړې په حال کې دي.

معصوم ستانکزی چې د دفاع وزارت لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا معرفي شوی و؛ پرون د ۸۴ تايید او ۱۰۴ رد رايو په وړلو سره ونه کړای شو چې له ولسي جرګې څخه د اعتماد رايې تر لاسه کړي.

دي ايکانوميسټ ټايمز ليکلي؛ د دې پوست لپاره مخکې کاندید، د افغانستان پخوانی لوی درستيز شېر محمد کریمي هم د ولسي جرګې له خوا په جنورۍ مياشت کې رد شو.

ورځپاڼه زياتوي، د راپورونو له مخې، د هېواد د دفاع وزير د تقرر پر سر د هېواد د ولسمشر او اجراييه ریيس تر منځ اختلاف دی.

دي ايکانوميسټ ټايمز همداراز په افغانستان کې د امریکا د نظامي ماموريت له پای ته رسېدو او وسله والو طالبانو په حملو کې د زياتوالي ټکي ته اشاره کړې او ويلي چې د دفاع وزارت تش پوست په هېواد کې بې ثباتي ته لمن وهلې ده.

ورځپاڼه زياتوي، وسله والو طالبانو چې اوس د منځنۍ اسيا جنګيالي هم په خپلو صفونو کې لري؛ په دې ورستيو کې د کندز چهار دره ولسوالي نیولې ده او په دې اړه يې سختې اندېښنې راپارولي دي چې دا ډله له ۲۰۰۱م کال راهيسې بيا توانېدلې ده چې د يوه ښار ولسوالي ونيسي.

لاس انجلس ټايمز:
له بلې خوا، لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د لويو لارو د نا امنۍ په اړه لیکلي او د يوې له خطره ډکې لويې لارې د موټر چلوونکي قصه يې ليکلې ده.

لاس انجلس ټايمز وايي، ۵۵ کلن غلام کربلايي له دوولسو کلو راپه دې خوا د کابل باميان پر لويه لاره موټر چلوي.

له دې سره چې باميان له نسبتاً ارامو ولايتونو څخه دی؛ خو هلته د موټر له لارې رسېدل له خطره خالي نه ده.

ورځپاڼه زياتوي، باميان ته د رسېدو لپاره؛ هغه خلک چې د الوتکې د ټکټ پېرودلو توان نه لري کولای شي له دوو لارو ولاړ شي. لومړی: د شمال لاره چې شپږ ساعته نيسي. په دې لاره کې د غوربند سيمه راځي چې د دې ځای کنټرول د حکومت مخالفې ډلې لکه طالبان، د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي سخت دريځې په لاس کې لري.

دوهمه لاره د جنوب له خوا ده چې څلور ساعته اوږده ده او له دې لارې باميان ته د رسېدو لپاره بايد څوک له وردګ څخه تير شي چې د افغانستان له نا امنه ولايتونو څخه يو ګڼل کيږي.

لاس انجلس ټايمز وايي، تر جلرېزه د ميدان شهر سړک شا او خوا د بمونو بېره وي.

لاس انجلس ټايمز د غلام کربلايي له خولې لیکلي؛ تر جلرېزه يې هيڅ ډول افغان پوليس او عسکر نه دي ليدلي؛ خو کله چې دی جلرېز ته رسيږي، پر سړکونو امنيتي سرتيري ويني.

کربلايي لاس انجلس ټايمز ته ويلي؛ له دې سره چې ميدان وردګ د طالبانو په پټنځای بدل شوی دی؛ خو پر دې لاره له سفره بېره نه لري ځکه که څوک له دولت سره اړوند نه وي؛ طالبان ورته د تېرېدو اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG