د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د یوه افغان جهادي ژوند او په عراق کې د هغه مرګ


یوشمېر نړېوالو رسنیو په عراق کې د یوه افغان محصل وژل کېدل او خپلو پلرونو ته د امریکايي عسکرو د پیغامونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

((د یوه افغان جهادي ژوند او په عراق کې د هغه مرګ)) دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې سرلیک دی چې د یوه افغان پلار او د هغه د زوی د وژل کیدو کیسه په کې شوې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، د ولي محمد دروازي ځوان زوی محمد رفیع دوې میاشتې مخکې، له یوه ملګري سره چې په کابل پوهنتون کې یې ټولګیوال و؛ لا درکه شو.

ولي محمد دروازي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د زوی یې ټولګیوال تېره اونۍ له سوریې ټلفون ورته وکړ او د محمد رفیع له مرګه یې خبر کړ.

محمد رفیع او یو شمېر نور افغانان د عراق د تیلو په ستر ښار بېجي کې په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، پخوا د نړۍ د نورو هېوادو د جهادیانو د تګ ځای افغانستان و؛ خو ظاهراً محمد رفیع غوښتل چې د عراق او سوریې د جګړې وازمويي.

د ورځپاڼې په باور، محمد رفیع او ملګري یې د افغانانو لومړۍ ډله ده چې په عراق کې د اسلامي دولت په نوم؛ د وسله والو په ملاتړ په جګړه کې وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ وايي، د دې کسانو افراطي کېدل او په یوه بهرني هېواد کې جنګېدو ته تیاري؛ په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د فعالیت له امله اندیښنې زیاتوي او دا نظر رامنځ ته کوي چې په افغانستان کې د دې ډلې نفوذ تر هغه ژور دی چې پخوا یې تصور شوی و.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا امکان شته چې هغه افغانان چې سوریې او عراق ته د جنګ لپاره ځي او هلته روزل کیږي؛ بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ جنګ پيل کړي او د وسله والو جلب و جذب پيل کړي. د پوسټ په وینا، که داسې وشي، افغان حکومت ته به خطر پيښ شي.

د محمد رفیع پلار واشنګټن پوسټ ته ویلي: ((افغانستان هغه کور دی چې ور او کړکۍ نه لري. هر څوک راځي او ځي. هر څوک یې په خپله ګټه کاروي.))

واشنګټن پوسټ لیکي، د محمد رفیع پلار د خبرو په وخت هڅه کوله چې خپلې اوښکې ټینګې کړي او ویې ویل چې د زوی له معصومیته یې استفاده شوې او نه پوهيږې چې څرنګه او څه وخت د افراطي ډلو ملاتړ ته ور جذب شوی دی.

دروازي ویلي چې د ده زوي؛محمد رفیع له مطالعې او فوټبال سره علاقه درلوده او غوښتل يې چې په جرمني یا امریکا کې ماسټري واخلي.

کامبرج نیوز:

بله مقاله د کامبرج نیوز خپره کړې او د هغو لیکونو/پيغامونو په اړه ده چې په افغانستان کې میشتو عسکرو، د پلار د نړیوالې ورځې په خاطر خپلو پلرونوته استولي دي.

کامبرج نیوزد ۲۶ کلن عسکر مات بلایني پيغام راخیستی چې وايي؛ په کابل کې خدمت، په کور زما له ملکي خدمت سره فرق لري؛ خو دلته تاریخي ځایونه کم نه دي؛ نو زه کله کله ورځم، په خاصه توګه د بالاحصار لیدو ته.

بل عسکر جشوا سمت چې پخوا په هلمند کې و او هلته یې لارۍ چلوله، خپل پلارته د مبارکۍ په پیغام کېلیکلي: ((پلاره! ما په افغانستان کې د لارۍ چلول زده کړل. کله چې کور ته درشم، د لارۍ چلولو ته به دې بوزم.))

XS
SM
MD
LG