د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ګارډين: فرخنده د کابل د ټولو ښځو ده


نړېوالو ورځپاڼو د فرخندې د وژنې او د اسلامي دولت ډلې په اړه د حامد کرزي د څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډین:

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د "فرخنده د کابل د ټولو ښځو، د افغانستان د ټولو ښځو ده" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فروزان معروفي لیکلې ده.

میرمن معروفي په دې مقاله کې په کابل کې د فرخندې په نوم د هغې اوه ویشت کلنې نجلۍ د جنازې د مراسمو جزیات لیکلي چې څو ورځې وړاندې یو شمیر قهرجنو خلکو د ښار په زړه کې د قران مجید د سوځولو په تور ووهله؛ ووژله او وسوځوله.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله فروزان معروفي لیکي:

"کله چې پرفیس بوک خبره شوم چې د فرخندې جنازه ده او خاورو ته سپارل کیږي؛ خبر مې پر خپل ټایملاین خپور کړ او له خپلې لور سره؛ دې مراسمو ته ور روانه شوم."

د میرمنې معروفي په وینا، دا په هغو څو ښځو کې وه چې د فرخندې تابوت ته یې اوږه ورکړې وه او هدیرې ته یې وړه. دوی نارینه وو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانانو د ټولنیزو دودونو سره سم؛ د فرخندې مړی هدیرې ته یوسي.

لیکواله وايي، که چیرې د ښځو یوه وړه ډله کولای شي چې د نارینه وو په ذهن کې دومره ستر تغیر راولي؛ نو ښځې د هر بل ستر کار ترسره کولو او بدلون راوستلو توان هم لري.

د ګارډین لپاره په دې مقاله کې، فروزان معروفي زیاته کړې چې په بیلا بیلو سیمو کې اعتراضونو او د فرخندې د وژل کیدو پر ضد د افغانانو پراخو مظاهرو د افغانستان په اړه خوشبیني ورته پيدا کړې ده.

سي ان بي سي:

د سي ان بي سي [CNBC] خپرونې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله په یوه مقاله کې لیکلي: "په افغانستان کې داعش نشته".

حامد کرزي خپرونې ته ویلي چې د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله چې داعش هم ورته ویل کیږي؛ په افغانستان کې فعالیت نه لري؛ ځکه چې په دې هیواد کې خلک یې کافي ملاتړ نه کوي.

پخواني ولسمشر خپرونې ته ویلي چې په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه په مطبوعاتو کې غوغا ډيره ده؛ خو داسې کره شواهد نشته چې په افغانستان کې یې د فعالیت ثبوت ورکړي.

ښاغلي کرزي د سي ان بي سي خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو وار بیا قدرت ته د ستنیدو هیله لري؛ که نه؟ ویلي چې داسې اراده یې نشته. ښاغلي کرزي ویلي چې قدرت ته د ده بیا ستنیدل به د افغانستان لپاره ښه پایله ونه لري.

XS
SM
MD
LG