د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال له قهره غږ لوړ کړی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې سرلیک یې دی د افغانستان د ولسمشرلومړی مرستیال له قهره غږ لوړ کړی.

د دې لیکنې په یوه برخه کې وايي، د ملي امنیت د شورا په یوه غونډه کې چې مشرتوب یې د جنرال عبدالرشید دوستم پرغاړه و، له قهره د نوموړي غږ لوړ شو.

د ورځپاڼې په وینا، دغه پخوانی جنګسالارچې د سلګونو تسلیم شویو طالب وسله والو په وژلو تورن دی، له دې وضیعته په تنګ دی چې ولسمشراشرف غني او د ملي امنیت د شورا مشر نوموړی له پامه غورځوي.

ورځپاڼه وايي، دوستم په دې مجلس کې له قهره په لوړغږ وویل: ″هیڅوک زما غوښتنې ته ځواب نه وايي.″تردې مخکې نوموړی ویلي وه چې خلکو جنرال کړې او غواړې چې له هېواد سره مرسته وکړي خو هیڅوک یې ان مشورې ته هم غوږ نه نیسي.

د نیویارک ټایمز لیکنه وايي، دا موضوع کېدای شي ستونزې رامنځ ته کړي.

ترانتخاباتو مخکې ولسمشراشرف غني د دوستم په اړه کافي معلومات لرل.

دا چې د بشري حقونو سازمانونه نوموړی په جنګي جنایاتو تورنوي او دا چې نوموړی یو جنګسالار دی په دې ټولو پوهیده. خو ولسمشرغني نوموړی له ځان سره په انتخاباتو کې شریک کړ، ځکه چې یو شمېرمشخص رایي ورکونکي د نوموړي پلوي کوي او دا مشخص شمېرخلک له دوستم پرته بل چاته رای نه ورکوي.

خو ورځپاڼه وايي، هغه مهال ټولو داسې فکرکاوه چې واک ته په رسیدو همدا چې دوستم لوړه څوکۍ ترلاسه کړي، قناعت به وکړي، په مسالو کې به مداخله نه کوي او خوشاله به وي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د دوستم نارې سوري، غوښتنې او انتقادونه ښيي چې نوموړی به په راتلونکې کې خاموشه پاتې نه شي او که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي د افغانستان په حکومت کې به نویو مشکلاتو ته لاره پرانیزي.

د فارین پالیسۍ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه بله مساله راپورته کړې او وايي د افغانستان انتخاباتي سیستم له لوړو ژورو سره مل دی.

خپرونه په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته په اشاري وايي، که چېرې د ولسمشرۍ د انتخاباتو تجربې په پام کې ونیول شي او هغه درغلۍ چې په دې انتخاباتو کې وشوې.

نوله راتلونکو انتخاباتو هم باید لویه تمه وشي چې نتیجې به یې د افغانستان د ټولو خلکو په زړه برابرې وي.

خپرونه په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره یو لړ وړاندیزونه کوي چې په وینا یې کېدای شي په عملي کېدو یې په انتخاباتو کې درغلۍ راکمې شي.

د خپرونې یو وړاندیز دا دی چې د انتخاباتو په ورځو کې معلمان او محصلان د څارونکو په ډله کې شامل شي.

همدارنګه دا خپرونه وايي، د څارنې په بهیرکې دې د ښځو رول پیاوړی شي ځکه د ټولنې دا برخه په فساد کې ډیرلاس نه لري او اجازه به ورنه کړي چې په انتخاباتو کې ډيره لاس وهنه وشي.

ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشرکولای شي چې په یو ځانګړي فرمان کې د انتخاباتو د څارنې په بهیرکې ښوونکي، محصلان او ښځې شاملې کړي.

XS
SM
MD
LG