د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د پاکستان حکومت افغان کډوال ترکلک فشارلاندې نیولي


کابل چاپ ورځپانو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو او په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشرمحمد اشرف غني له قوله لیکلي په ګاوندیو هېوادونو کې نورباید افغان کډوال ونه ځورل شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د کابینې په راتلونکې غونډه کې دې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د څرنګوالي اړوند مسایل وڅېړل شي.

هېواد لیکلي د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید یو منسجم پروګرام ترلاس لاندې ونیول شي.

همدې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د پاکستان حکومت افغان کډوال ترکلک فشارلاندې نیولي او په ایران کې هم میلیونه افغانان له ظلم سره مخ دي.

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح لیکلي پاکستان پرافغان کډوالو له دې امله فشار راوستی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

محور خپلواکې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې په افغان حکومت انتقاد کړی او وړاندې لیکلي د راستنېدونکو کډوالو لپاره خاص تدابیرنه لري.

د سرمقالې لیکوال حکومت او په دې برخه کې نړېوالو مرستندویه موسسوته وړاندیز کوي چې د راپورونو د وړاندې کولو پرځای باید عملي کار وکړي، په کوردننه د راستنېدونکو کډوالو ته د کارزمینه برابره کړي.

بل خوا کابل چاپ نور ورځپاڼو بیا په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه لیکنې کړي دي.

ملي ارمان ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې ګواښ خطرناک او جدي کیږي.

لیکوال په خلکو غږ کوي چې حکومت سره دې لاس یو کړي او د اسلامي دولت د ډلې پر پر وړاندې چې غواړي قومي جګړې وزېږوي مقابله وکړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکي په زابل کې د تښتول شیو ۳۰ تنو د ژغورلو هڅې روانې دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي تښتول شوي کسان ټول هغه مسافر دي، چې تازه له ایرانه راغلي او له خپلو کورنیو سره یوځای د کابل په لوري روان وو.

ویسا د زابل ولایت د شاجوي ولسوال له قوله لیکلي چې تښتوونکو تورې جامې اغوستې وې او په داسې ژبه غږېدل چې څوک نه ورباندې پوهېدل.

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې تښتول شوي کسان د اسلامي دولت جنګیالو له ځان سره بیولي دي.

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د زابل ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.

لیکوال حکومت ته وړاندیزکوي په زابل کې ورانکاره ډله دې معلومه کړي او د دې ولایت د امنیت د خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG