د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د ولس انتظاربه څه وخت پای مومي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د نوې کابینې د معرفي کېدو او د کونړپه دانګام ولسوالۍ کې د روانې جګړې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د نوې کابینې لپاره د خلکو انتظار نږدې دریو میاشتو ته وغځید، خو ارګ به ویل چې په مسلکي او وړکابینه کار روان دی له همدې امله خلکو انتظار کاوه.

خو د ورځپاڼې د لیکوال په وینا په دې وروستیوکې وزارتونو ته د ځنیو کاندیدانو نومونه راوتلي دي، چې خلک يې سخت خپه کړي دي.

یاده ورځپاڼه لیکي، افغان ولسمشر او اجرایوي رییس ته په کارده چې له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي په رښتیني معنی وړ، په کار پوه، مسلکي او ژمن کسان د وزیرانو او نورو چارواکو په توګه وګماري.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي چې د کابینې یوه اساسي برخه به د چهارشنبې او پاته نوره به یې د بلې اونۍ په دوشنبې اعلان شي.

دغې سرچینې د یکشنبې په ورځ د نوم د نه ښودلو په شرط دا تایید کړې چې د کورنیوچارو وزارت لپاره فضل احمد معنوي کاندید دی او د پاتې وزارتونو لپاره د کاندید وزیرانو په اړه یې معلومات ورنه کړل.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولس انتظاربه څه وخت پای مومي؟

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا اوس چې د حکومت درې میاشتې په پوره کېدو دي، سمدستي بل بدیل نشته، نه يې د هېواد روانه وضعه ایجابوي او نه حساس د سیمې شرایط، نو که چېرې ډاکټراشرف غني او عبدالله عبدالله نه غواړي چې ګام پرګام پرپیغورونو بدرګه شي، عملآ دې لاس په کار شي، خپلې ستونزې دې راکمې کړي، د ونډې پر سرناندرۍ دې پریږدې او ولس ته دې مسووله اداره وړاندې کړي.

انیس دولتي روځپاڼې بیا د کونړپه دانګام ولسوالۍ کې د روانې جګړې په اړه لیکلي چې دغلته له څه باندې یوې اونۍ راهیسې له وسله والو طالبانو سره ځايې خلک او افغان امنیتي ځواکونه په سخته جګړه لګیا دي چې تراوسه له ۱۸ څخه زیات کسان وژل شوي او له ۳۰څخه ډير ټپیان دي.

په پای کې بلې دولتې ورځپاڼې هېواد په سرمقاله کې لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونه تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د کورنیو ځواکونو شمېر ۳۵۰زرو ته رسیږي، خو په همداسې مهمو او حساسو شیبو کې باید کورنیو ځواکونو ته پرمختللې وسلې، هوايي ځواک او نورجګړیز تجهیزات ورکړل شي چې ناټو باید په دې برخه کې خپلې مرستې متمرکزې کړي او کورني ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG