د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

له کلونو اداري فساد وروسته حساب کتاب ګران کار دى


يو شمېر بريتانيايي ورځپاڼو په خپلو وروستيو ګڼو کې په کابل کې د بريتانيا د سفارت د کارکوونکو پر موټر د ځانوژونکې حملې په اړه ليکنې خپرې کړي دي.

ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې د دې پېښې، چې يو بريتانيايي او څلورملکي افغانان په کې ووژل شول، صحنه انځور کړې، ليکلي يې دي چې د دې بېښې عکسونه بوږنوونکي دي.

په يوه تصوير کې لږترلږه يو موټر ليدل کېږي چې بيخي ويجاړ شوی دی.

د بريتانيا بلې ورځپاڼې ګارډين په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب د لندن د کنفرانس لپاره د چمتووالي په اړه ليکنه چاپ کړې ده.

ورځپاڼه ليکي، د هرمشرلپاره ګرانه ده چې له کلونو – کلونو اداري فساده وروسته د حساب کتاب منظم کتابونه ترتيب کړي، د ياغيانو په وړاندې جګړه پرمخ يوسي او له قومي اختلافاتو سره سره يو سالم حکومت جوړ کړي.

د ګارډين ورځپاڼې له ليکنې سره سم د افغانستان نوي ولسمشر بايد دا ټول کارونه په داسي وخت کې وکړي چې بهرني پوځيان له خپلو تجربو، وسلو او میليونونو ډالرو سره له افغانستانه وځي.

د ګارډين ورځپاڼې پر اساس د ولسمشراشرف غني تر ټولو ستره او سخته دنده دا ده چې د لندن په کنفرانس کې ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستانه د نړېوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته دې هېواد ته شا نه اړول کېږي.

ورځپاڼه د سياسي چارو د کتونکو له قوله وايي چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل، دې هېواد ته له دوو جبهو زيان اړوي ، يعنې له طالبانو سره، چې په وروستيو کې يې بريدونه زيات کړي دي، د جګړې په جبهه کې او دغه راز د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په اقتصادي جبهه کې دا هيواد له مليونونو ډالرو بې برخې کېږي.

اوپن ډيموکراسي خپرونې د افغانستان د وروستيو چاودنو په اړه تبصره کړې ده.

په دې ليکنه کې، چې سرليک يې دي:«د افغانستان راتلونکې» ويل شوي چې د افغانستان، امريکا او ناټو ترمنځ د ستراتيژيکو موافقو چټک تصويب د خپل مستقبل په باب د افغانستان د سياسي مشرانو د اندېښنې ښکارندوي دي.

په دې موافقو کې، د اوپن ديموکراسي په وينا دوې مهمې موضوعګانې نغښتې دي، يوه ۱۰ زره امريکايي پوځيان چې په افغانستان کې پاتې کېږي، بيا به هم د طالبانو او القاعده پر ضد په پوځي عملياتو کې له افغان ځواکونو سره مرسته کولي شي.

دوهمه خبره دا ده چې د امريکا خاص ځواکونه د شپې عمليات پيلولي شي. دا عمليات د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې منع اعلان شوي وو.

د شپې عملياتو ياغيانو ته تر ټولو زياتې مرګ ژوبلې اړولې، خو ورسره ملکيانو ته هم تلفات اوښتل چې دې کار د افغانستان خلک خوابدي کړي ول.

اوپن ديموکراسي خپرونه وايي چې نوې موافقې او ژمنې يوه موضوع روښانوي او هغه دا چې له افغانستانه د امريکا او ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو سره سره به پاتې کېدونکي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې تر څنګ د جګړې په ميدان کې هم موجود وي.

XS
SM
MD
LG