د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

نیویارک ټایمز: افغانان نه تسلیمیږي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې، افغانان نه تسلیمیږي – ترسرلیک لاندی یو تحلیلي مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې يي راغلي:

داسې ښکاري چې د افغانستان نوی جمهوررئیس محمد اشرف غني په سم لورې روان دی او افغانان ورڅخه راضي دي.

ورځپاڼه لیکي:

جمهوررئیس غني یو لړنوي اقدامات ترلاس لاندې نیولې او دا چې په ناڅاپي ډول له روغتونونو، پوځي او امنیتي پوستو او د پولیسو له مرکزونو څخه کتنې کوي، دا په حکومت دارۍ کې دده عملي کړن لاره ښیي.

نیویارک ټایمز لیکي:

په یوې نوې نظرپوښتنه کې ښودل شوی چې په هرولسو افغانانو کې له اتو زیات د جمهوررئیس غني د لومړې میاشتې کار څخه راضي دي.

نیویارک ټایمزدغه راز لیکي، هغو ستونزو ته په کتنې چې د اشیا فونډیشن موسسې په نظرپوښتنه کې په ګوته شوې، د جمهوررئیس اشرف غني او د هغه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته به د خلکو د رضایت جلبولو دوام اسانه کارهم نه وي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا د اشیا فونډیشن موسسې لسمه پرله پسې نظرپوښتنه ده چې د افغانستان په اړه یي ترسره او خپره کړې ده.

دا نظرپوښتنه د ۹۰۰ تجربه لرونکو افغان څیړونکو له خوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونوکې شوې او د ښځو او نارینه وو په ګډون، له شاوخوا ۹۳۰۰ کسانو څخه په کې پوښتنې شوي دي.

دا نظر پوښتنه د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتومخکې جون میاشت او د جمهوررئیس اشرف غني د کارله پیل مخکې سپتمبرمیاشت کې ترسره شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

په نظرپوښتنه کې د افغانانو ستره اندیښنه د امنیت په اړه ده او دا له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو په درشل کې او د هېواد په بېلابېلو برخوکې د وسله والو د حملو د شدت له امله کومه د حیرانتیا خبره هم نه ده.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د خوښۍ او هیلو یوه مساله دا ده چې په افغانستان کې پرامنیتي ځواکونو د افغانانو باورمخ په زیاتیدو دی او په نظرپوښتنه کې د پوښتل شویو افغانانو په سلوکې ۸۵ په خپلو امنیتي ځواکونو ډاډ څرګند کړی دی.

د پوښتل شویو افغانانو په سلوکې ۷۳ په دې باوردي چې د حقانې شبکې په ګډون، له طالبانو او نورو وسله والو سره سوله او مصالحه په افغانستان کې له ثبات سره مرسته کوي.

نیویارک ټایمزورځپاڼه وړاندې لیکي:

جمهوررئیس اشرف غني د همدې مقصد لپاره سعودي عربستان، چېن او پاکستان ته سفرونه وکړل.

انډپېنډنټ:

انګلستان چاپ، انډپېنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوعاطفي او زړه سواندی راپورخپورکړی او په هلمند ولایت کې د دیره انګلیس عسکرو د ۲۰۰۶ م کال د جګړې کېسه یي چې د کجکي په نامه فلم کې راغلې، بیان کړې ده.

په دې مضمون کې د کجکي په جګړه کې د بریتانوي عسکرو د ستونزو یادونه شوې ده.

ورځپاڼې د انګلیس سرتیري ستو پیرسن خبره راخستې چې وایي، په کجکي کې د ماین له یوې چاودنې وروسته متوجه شو چې پښه یي نشته او په چاودنه کې له منځه تللې ده.

انډپنډنټ زیاتوي، د کجکي په جګړې کې د جنګیدلو پوځیانو ژوندي پاته شوي کسان، اوه کاله وروسته د کجکي فلم د نندارې لپاره لیستر میدان ته راټول شوي وو او د دوي په منځ کې ستو پیرسن هم و.

پیرسن وایي، کله چې یي په فلم کې د ماینونو د چاودنې صحنې کتلې، هڅه یي کوله چې اوښکې یي ونه بهیږي او د فلم ترپایه یي د خپلې ملګرې لاس ټینګ نیولی و.

XS
SM
MD
LG