د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

ايا ولسمشر غني د افغانستان له طبيعي منابعو څخه د ژغورلو لپاره ګټه اخستلای شي؟


ايا ولسمشراشرف غني د افغانستان له طبيعي منابعو څخه د دغه هېواد د ژغورلو لپاره ګټه اخستلای شي؟

دا د ورلډ پاليټيکس ريفيو خپرونې د وروستۍ ګڼې د يوې ليکنې عنوان دي.

په دې ليکنه کې ويل شوي، د امريکا د جيالوجيکې سروې د ادارې له وروستيو اټکلونو سره سم افغانستان د ۳ تريليونه يا درې زره میليارد ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې په خپلو کانونو کې لري.

که له دې سرچېنو سمه ګټه واخيستل شي افغانستان له اقتصادي پلوه په پښو درېږي.

د خپرونې له ليکنې سره سم، افغانستان د وسپنې او د هايدورکاربون د نورو ترکېباتو پرېمانه منابع لري چې نړېوالې ټولنې ته د افغانستان د راتلونکې د ودې لپاره هيله ورکوي.

ورلډ پاليټيکس ريفيو ليکي، امنيتي ستونزې او د سمې ادارې نشتوالی سبب شوی چې د افغانستان کانونه استخراج نه شي او افغانان پر سترو خزانو بېوزله ژوند وکړي.

نشريه د افغانستان د ماليې قانون او نورو قوانينو ته اشاره کوي چې په دغه هېواد کې يې پانګونه سخته کړې ده.

ورلډ پاليټيکس ريفيو زياتوي، د افغانستان نوي ولسمشراشرف غني احمدزي په نړېوال بانک کې کار کړي، د کولمبيا پوهنتون استاد و او يوه موده يې هم د افغانستان د ماليې وزير په توګه کار کړي دي، له دې کبله د افغانستان خلک له ده څخه توقع لري چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي.

پردې سربېره ښاغلي غني په دې اړه چې څرنګه يو ناکام هېواد په پښو درول کېداي شي، کتاب ليکلي.

ښاغلي احمدزي تل په افغانستان کې د نړېوالو د مرستو د مصرف پر شيوې انتقادونه کول.

د ورلډ پاليټيکس ريفيو د ليکنې له مخې اوس چې دې په خپله د هېواد ولسمشردې بايد هغه څه عملي کړي چې په خپل کتاب کې يې ليکلي دي او داسي شرايط برابر کړي چې افغانستان له خپلو طبيعي سرچېنو څخه په استفادې په پښو ودرېږي.

ډيلي بيسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب يوه بله موضوع څېړلې ده.

د دې ليکنې په سرکې لولو:

″لوېديځ په افغانستان کې د ښځو په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او اوس ځان له خپلو ژمنو تېروي.″

ورځپاڼه ليکي:

په ۲۰۰۱ ميلادي کال د طالبانو د رژيم له پرزېدو وروسته لوېديځو هېوادونو د ښځو زده کړه او وده له تروريزم سره د مبارزې برخه وبلله.

د امريکا د هماغه وخت ولسمشر لورا بوش د ۲۰۰۱ ميلادي کال په نوومبر مياشت کې په خپله وينا کې وويل، په افغانستان کې د تروريزم پر ضد جنګ او د ښځو د حقونو او حيثيت لپاره مبارزه هم ده.

د بريتانيا د هماغه وخت د صدراعظم توني بلير مېرمن شيري بلير هم ويلي و، د افغان مېرمنو روحيه لا هم د بې عدالتۍ تر سيوري لاندې ده او حقونه يې تر پښو لاندې کېږي.

د دې په وينا بايد د افغان ښځو دا ډول روحيه ختمه شي.

خو د ورځپاڼې د ليکنې پراساس د عراق، سوريې، منځنۍ افريقا، جنوبي سوډان او لوېديځې افريقا بحرانونو د افغانستان خبر پروني نه بلکې د يو کال پخوا په خبر بدل کړي دي او د امريکا او بريتانيا په شان هيوادونو، چې يوه اندازه مرستې يې دې هدف ته ځانګړې کړې وې، لږې کړې.

ډيلي بيسټ ورځپاڼې د دې ليکنې په پاي کې ويلي چې د امريکا، بريتانيا او د نړۍ د نورو هيوادونو دا ډول اقدامات د افغان ښځو په وړاندې يو ډول خيانت او تېرايستل دي.

XS
SM
MD
LG