د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

"آیا د افغانستان اساسي قانون د سیاست قرباني شوی؟"


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د اساسي قانون په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارن پالیسي:

امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ "آیا د افغانستان اساسي قانون د سیاست قرباني شوی؟" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:

اساسي قانون د یوه هیواد ترټولو جګه قانونې مرجع ده چې د دولتي موسسو او ارګانونو صلاحیتونه په کې واضح او بیانیږي.

اساسي قانون یوازینی قانون دی چې د حکومت او دولت سیاسي صلاحیتونه ټاکي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي، په افغانستان کې په دې وروستیو کې داسې یو کار وشو چې په اساسي قانون کې شامل نه دی.

د افغانستان د اساسي قانون په هیڅ ځای کې د اجرائیه ریاست په نامه اداره نه ده ذکر شوې او د جمهوري ریاست دوه کاندیدان پرته له دې چې د رایې ورکوونکو رضایت یا مخالفت ته پام وکړي؛ یا ورته په اساسي قانون کې کومه توجیه پیدا کړي او یا هم د ملي شورا نظر یا پریکړه تر لاسه کړي؛ په خپله یې پریکړه وکړه او د جمهور رییس د فرمان پراساس یې د اجراییوي ریاست څوکۍ ایجاد کړه. په دې توګه ملي شورا او قضایي قوه دواړه له پریکړې څخه لرې وساتل شول.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، په اساسي قانون کې د جمهوررییس صلاحیتو محدود دي او داسې نه ده چې په هر وخت او هر حالت کې به فرمان صادروي. جمهور رییس کولای شي، یوازې په خاصو شرایطو کې فرمان صادر کړي.

خپرونه وړاندې ليکي، د افغانستان ستونزو ته په کتنې، په دې هېواد کې هر اقدام ممکن کیداي شي؛ حتی جمهور رییس د اساسي قانون د عملي کولو لپاره د لوړې له مراسمو څخه څو شیبې وروسته؛ داسې یو فرمان صار کړ چې د افغانستان د اساسي قانون له روحیې او اساساتو سره په تضاد کې دی.

فارین پالیسي لیکي، دا پرېکړه د افغانستان په یوه حساس وخت کې شوې او ټولو د انتخاباتي لانجې د عواقبو په اړه اندیښنې درلودې. دواړو کاندیدانو ممکن داسې انګیرلې وي؛ چې د دې لانجې څخه د خلاصون لپاره د اساسي قانون د نه رعایت په ګډون؛ هر اقدام جایز دی.

ګارډین:

بریتانیا چاپ، ګارډین ورځپاڼې د عکسونود یوه نندارتون په اړه یو مضمون خپور کړی چې؛ سرلیک یې دی؛ "په جنګ کې د افغانانو ژوند" ورځپاڼه لیکي، د افغانستان خلک په تېرو څو لسیزو کې یا له بهرنیو یرغلګرو سره او یا هم په خپلو کې په جنګ کې وو.

ګارډین لیکي، یو ایرانی عکاس چې د تصویرونو دا کتاب یې برابر او چاپ کړی؛ په حقیقت کې غواړې د هغو خلکو ژوند منعکس کړي چې د جګړو قرباني شوي؛ نه د بهرنیو ځواکونو چې په افغانستان یې یرغلونه کړي دي.

په دې کتاب کې یو په زړه پوری عکس تر سترګو کیږي چې ښیي؛ افغانانو څنګه د جګړو له خاطراتو سره عادت کړی او خپل ژوند ته دوام ورکوي.

په یوه تصویر کې ښکاري چې د روسانو یو ویجاړ شوی ټانک د یوې کروندې په منځ کې ولاړ دی او بزګر خپل حاصل ټولوي او د ټانک د پاسه یې ږدي.

ګاردین لیکي، په یوه بل عکس کې ماشومان ترسترګو کیږي چې له جګړې څخه د ویجاړو شویو ودانیو له پاسه یخمالک کوي.

په یوه زړه بګنوکي تصویر کې یو سړی ښکاري چې په یوه روغتون کې یې د خپلې کورنۍ د یوه ټپي شوي غړي پر سینه خپل لاس ایښی او په خپګان ورته ګوري.

ګارډین وړاندې ليکي، له دې تصویرونو څخه یو عجیب حالت ترسترګو کیږي او هغه دا چې افغانانو له جګړو؛ وژنو او ورانیو سره سره، لا هم خپل روحیات له لاسه نه دی ورکړی.

په یوه تصویر کې دا هم ښکاري چې په سلګونو نجونې او ښځې په مزار شریف کې د فرهاد دریا کنسرت ته راټولې شوي؛ په چک چکو او خوښۍ سره د دغه سندرغاړې هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG