د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

هېواد: ستره محکمه دې د پغمان د پیښې مجرمانو ته عادلانه سزا واوروي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم له ولسمشرحامدکرزي سره د دواړو کاندیدانو د کتنې او د پغمان د پيښې د مجرمینو په اړه د کابل د استناف محکمې د پریکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې جمهورریس کرزي په پرونۍ کتنه کې له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه غوښتي چې په خپلو کې شویو موافقو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ډير ژر نتیجې ته ورسوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ پرون د ولسمشرحامدکرزي او د هغه د مرستیالانو په حضورکې بیا دغه ژمنه تکرار شوه چې دوی سیاسي توافق ته رسېدلي او ډير ژر به خپل توافق اعلان کړي.

د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې د رایو د بیا شمېرنې لړۍ بشپړه شوې، خو د انتخاباتو پایله لانه ده اعلان شوې.

د مقالې لیکوال وړاندې لیکي، سره له دې چې کمیسیون د انتخاباتو د ځنډ لامل تخنیکي چارې ګڼې خو له دې امله پایلې نه اعلانوي چې د کاندیدانو ترمنځ سیاسي توافق نه دی شوی.

ورځپاڼه زیاتوي، کمیسیون دا حق نه لري چې د سیاسي مسایلو په خاطر خپلې پریکړې او چارې وځنډوي.

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي چې تیره ورځ د کابل د استیناف محکمې په پغمان ولسوالۍ کې د جنسي تیري او غلا په تور د 7 کسانو له ډلې پنځه تنه يې په اعدام او دوه نور يې د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم کړل.

د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی ستره محکمه باید د پغمان د پیښې مجرمانو ته عادلانه سزا واوروي.

د ورځپاڼې لیکول لیکي، دا چې د استېناف محکمې دوه کسان ولې په شل ـ شل کاله بند محکوم کړي له سترې محکمې لویه غوښتنه دا ده، چې ډېر ژرد جنسي تیري او غلا په تورنیول شوو کسانو په اړه شرعي او قانوني پریکړه وکړي څو نورو لپاره د عبرت درس شي.

XS
SM
MD
LG