د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د اصلاحاتو او همپالنې د خبرداري په اړه نړېوالې تبصرې


امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له خوا د انتخاباتو د رایو د تفتیش او څیړنې له پروسې څخه د وتلو د ګواښ په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکلي:

د عبدالله عبدالله د ډلې د دوشنبې د ورځې خبرداری به د دوهم دور انتخاباتو راهیسي له انتخاباتي بهیره د دې ډلې د وتلو څلورم او ممکن وروستی خبرداری وي.

ورځپاڼه لیکي:

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د دوشنبې د ورځې ګواښ له تیرو وختونو څخه توپیرلري او دا ځکه چې د دواړو ټیمونو مشران سلا شوي وو چې د رایو له تفتیش او بیا شمېرنې وروسته به د ملي وحدت حکومت جوړوي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، د کاندیدانو ترمنځ د شوي توافق سیاسي عملیه کې چې له تخنیکي برخې سره موازي روانه ده، د مشارکت یا څوکېو پر ویش هم سلا شوې وه.

له سیاسي عملیې څخه د عبدالله عبدالله د وتلو ګواښ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په دریځ کې یو سخت بدلون ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي:

د عبدالله عبدالله د ټیم یوه غړي مسلم سادات تیره اوونۍ لاس انجلس ټایمز ته ویلي و، له څو نقطو پرته چې هغه هم کاندیدانو ته محول شوي، نور په ټولو مسالو توافق شوی او سیاسي عملیه په سم ډول روانه ده.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي:

له سیاسي پروسې نه د عبدالله عبدالله د ډلې د وتلو ګواښ د دې څرګندوي دی چې؛ د اصلاحاتو او همپالنې په ټيم کې نظرونه توپیر لري او بیلتون په کې رامنځته شوی دی.

ورځپاڼې د یوې منبع په حواله چې نوم یي نه دی ذکر کړی، لیکلي:

د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې ترټولو جدي او قاطع کسان حاجي محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور بلل کېږي.

نور مخکې هم ګواښ کړی و، که چېرې عبدالله عبدالله ګټونکې اعلان نه شي، دوي به پراخې شخړې رامنځ ته کړي.

ده د اصلاحاتو او هپمالنې ټیم د دوشنبې د ورځې خبري کنفرانس وروسته، ورته ګواښ بیا په خپل فیسبوک کې وکړ.

لاس انجلس ټایمز لیکي:

عطا محمد نور ویلي، د عواقبو مسولیت به د ملي او نړېوالو ادارو په غاړه وي. دوي زموږ د مخکني خبرداري خیال هم نه دی ساتلی.

لاس انجلس ټایمز لیکي: د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نړیوال او کورني څارونکي هیله من دی چې دا لانجه به په بریتانیا کي د ناټو له مشریزې غونډې مخکې چې د سپتمبر په ۴ مه پیلیږي، حتمه شي، خو که ترهغې نیټې پورې نوی جمهوررئیس نه وي ټاکل شوی، په هغه صورت کې به دفاع وزیربسم الله محمدي د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.

ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې، امریکا باید د افغانستان او عراق په څیر جګړه د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد پیل نه کړي – تر سرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال سپتمبر د ۱۱ مې تررویستي حملو وروسته، دوې اغیزناکې لنډمهالې جګړې پیل کړي، خو په خواشینۍ سره چې د دې جګړو هدفونه او هیلې پراخې شوي او نه یوازې د امریکا د پیسو، وینې او منابعو لګښتونه یي اسمان ته پورته کړل، بلکه د ناکامۍ تخمونه یي هم وشیندل.

د ورځپاڼي په باور، دا مساله په داسې وخت کې چې جمهوررئیس بارک اوباما په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد جګړه پیلوي، باید په نظرکې ونیوله شي.

ټایمز لیکي:

د امریکا جمهوریت غوښتونکو سناتورانو جان مککېن او لینډزي ګراهام نیویارک ټایمز ورځپانې ته یو لیک استولی او د اسلامي دولت د وسله والو پرضد یي د پوځي عملیاتو د شدت غوښتنه کړې ده. ورځپاڼه لیکي، د امریکایي سناتورانو په لیک کې لیکل شوي چې د اسلامي دولت پرضد د امریکا عمل ممکن د افغانستان د ۲۰۰۱ کال په څیر وي چې یو محدود شمېرامریکایي ځواکونو د سیمه ییزو قوتونو، هوایي او پوځي حملو په مرسته یو بنسټ پالی پوځ له منځه یوړ.

XS
SM
MD
LG