د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډيره د ملي امنیت شورا د وروستۍ پریکړې او د انتخاباتو له ځنډ څخه په راپیدا شوو ستونزو مطالب لیکلي دي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د ملي امنیت شورا وروستۍ پریکړه بیان کړي او لیکلي یې دي.
د ملي امنیت شورا پریکړه وکړه چې؛ که د ناټو تر غونډې نوی ولسمشر انتخاب نه شي؛ نو د افغانستان له لوري به د دغه هیواد د دفاع وزیر بسم الله محمدي د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
ورځپاڼې د د جمهور رییس حامد کرزي د ویاند له قوله لیکلي چې؛ که څه هم د ناټو سرمنشي ولسمشر حامد کرزي ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې؛ خو حامد کرزي په ځواب کې ورته ویلي چې؛ دی په دې غونډه کې ګډون نه کوي؛ خو د افغانستان له لوري به یو بل کس د افغانستان په استازیتوب دې غونډې ته ولیږي.
هېواد:
په همدې ډول هیواد دولتي ورځپاڼې هم د ملي امنیت د شورا پرونۍ غونډه راخیستې او لیکلي یې دي.
د ملي امنیت شورا د جمهور رییس حامد کرزي په مشری تیره ورځ فیصله وکړه چې؛ که تر ټاکل شوې نیټې نوی ولسمشر انتخاب نه شي نو د دفاع وزیر بسم الله محمدي به د ناټو په را روانه غونډه کې چې؛ د سنبلې د میاشتې په دولسه د انګلستان په ویلز ښار کې جوړیږي؛ د افغانستان په استازیتوب برخه اخلي.
محور او ویسا غیر دولتي ورځپاڼو ملي امنیت شورا د پریکړې تر څنګ د انتخاباتي موضوعاتو په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.
محور:
محور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې سره خوارا نا عادلانه او شخصي چلند کیږي.
د سرمقالې د لیکوال په باور د انتخاباتو د ټول کړکیچ تر شا د ځینو کورنیو کړیو او بهرنیو هیوادونو لاس دی څوک چې؛ باثباته افغانستان نه شي زغملای.
همدې ورځپاڼې د انتخاباتو څخه د راپیدا شوو ستونزو په دوام لیکلي؛ د انتخاباتو اوږدې او جنجالي پروسې نامعلوم برخلیک افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د مقالی لیکوال لیکلي د دې نامعلوم برخلیک له کبله شاید افغانستان په دوه مهمو غونډو کې د قوي استازي یعنې ولسمشر د ګډون موقع له لاسه ورکړي.
ویسا:
په همدې ډول د ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو په اړه د قومي مشرانو او عامو خلکو اندیښنې انعکاس کړي.
دې ورځپاڼې د پکتیا او میدان ورګو ولایتونو پرونۍ غونډو په اړه لیکلي.
د دې ورځپاڼې په باور د انتخاباتو نتایجو ژر اعلانیدو ته خلک ځکه هم په شدت انتظار باسي چې؛ په کاروبار یې بده اغیزه کړيده.
ورځپاڼې لیکلي، د پکتیا او قومي مشرانو په خپلو غونډو کې فیصله وکړه چې؛ که د انتخاباتو نتایج نور هم ځنډیږي نو د خپلو رایو د برخلیک د معلومولو لپاره به سړکونو ته راووځي.
چمتو کوونکی: یوسف خان ځدراڼ