د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

ولې واشنګټن د "ټاپي" له پروژې څخه کلک ملاتړ کړی دی؟


نړېوالو ورځپاڼو د "ټاپي" پروژې او د افغانستان، پاکستان او هند د سوداګریزو اړیکو په اړه مطالب خپاره کړي.

د Natural Gas Asia خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو لیږدولو پروژې ته پاملرنه اړولې ده.

خپرونه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني خاص استازي او د کوهن ګروپ کمپنۍ د مرستیال مارک ګروسمن له قوله لیکلي؛ چې وایي، دغه د او نیم ملیارډ ډالرو پروژه کولای شي؛ د سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګوونې فرصتونه زیات کړي.

د ګروسمن په باور سیمه زښت زیات دغو فرصتونو ته اړتیالري.

د مطلب په دوام کې ګروسمن ویلي چې؛ څلورو واړوهیوادونو، افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان او د اسیا پرمختیایي بانک د پروژې د بریالیتوب لپاره د ښو شرایطو په رامنځ ته کولو سره یوه ښه لاره مخ ته نیولې ده.

د خپرونې په وینا، مارک ګروسمن زیاته کړه چې؛ دغه پروژه به د افغانستان او پاکستان د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ښه کیدو سبب شي.

د مطلب په دوام کې ویل شوي چې؛ د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټروریزم پرسرکړکیچ زیات دی.

خو د ګروسمن په باور د "ټاپي" پروژه به دواړو لورو ته د دې امکان برابرکړي چې؛ د اقتصادي اغیزمینې همکارۍ په چوکاټ کې لوړو اهدافو ته ورسیږي.

د ټاپي پروژه به همداشان د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د دواړو اټومي وسلې لرونکو هیوادونو ترمنځ به د جګړې خطرکم کړي.

مارک ګروسمن دغه راز وایي چې؛ د ټاپي پروژه په افغانستان کې د ملي روغې جوړې له پروسې سره مرسته کولای شي؛ ځکه د دغې پروژې په عملي کیدو سره به د افغانستان د خلکو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځ ته شي او یوشمېرطالبان به تشویق کړي چې؛ د کارپیدا کولو په بدل کې وسله پرځمکه کښیږدي.

د مطلب په دوام کې ویل شوي چې؛ دا او ځینې نوردلایل دي چې؛ واشنګټن د دغې پروژې کلک ملاتړی دی.

هندي ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې بیا د ایران د چابهار بندر د رغولو لپاره د هند د سل ملیون ډالرو ژمنې ته پام اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي تیره اونۍ ویلي وو؛ چې له دغې مرستې د هند هدف دا دی چې له افغانستان او د مرکزي اسیا له نورو هیوادونو سره اړیکې پیاوړي کړي.

ورځپاڼه د ښاغلي ابدالي له قوله لیکي؛ دغه بندر مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې افغانستان دې ته سترګې په لاره دی چې؛ یوه تخنیکي کمیټه په دې اړه د یوې موافقې حقوقي اړخونه وڅیړي.

د ایکانومیک ټایمز په وینا، په داسې حال کې چې افغانسان اجازه لري خپل تولیدات د پاکستان له لارې هند ته صادرکړي؛ خو هند اجازه نه لري چې؛ د پاکستان له لارې افغانستان ته اموال صادرکړي.

ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د سفیر له قوله لیکلي؛ چې وایي، د پاکستان په بندرونو کې د موجوده ستونزو له امله هند او افغانسان پتیلې ده چې؛ د چابهار له بندره په خپلو کې د سوداګرۍ چارې مخ ته یوسي.

XS
SM
MD
LG