د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ولې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو راپورونه نه ورکول کیږي؟


یوشمیرنړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د شخړو د زیاتوالي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لانجې مسالو ته پام اړولی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، وسله والو طالبانو روان دوبی پلازمینې کابل ته نژدې په یوشمیرمهموسیمو کې لاس ته راوړنې لرلې؛ حملو یې ډیرتلفات اړولي چې؛ دې مسالې د شخړو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیاو په داسې حال کې نوي شکونه زیات کړي چې؛ د امریکا متحده ایالات د خپلو محارب ځواکونو د ایستلو پروسه بشپړوي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو او قومي مشرانو د خبرو په استناد لیکي؛ د طالبانو وروستۍ بریاوې د معمول خلاف په جنوبي لرې پرتو سیمو پورې نه محدودیږي؛ بلکه اوس دوی توانیدلي چې، د کابل خوا او شا مهمو لویو لارو ته نژدې سیمې او ښارګوټي ترخپل نفوذ لاندې راولي.

نیویارک ټایمز د کاپیسا او ننګرهار ولایتونو یادونه کوي او لیکي، د طالبانو د وروستیو پرمختګونو راپورونه ځکه نه ورکول کیږي؛ چې اکثره امریکایي ځواکونه د جګړې له ډګره وتلي او په کابل کې چارواکي هم ډیرځلې له دې ډډه کوي چې؛ په دې اړه خبرې وکړي.

د نیویارک ټایمز په وینا، په داسې حال کې چې د انتخاباتو لانجې د حکومت ثبات له ګواښ سره مخ کړی؛ د طالبانو مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو یو بل مهم پلان؛ د امریکا د وتلو پلان ته چې په ترڅ کې یې د روان کال په پای کې ټول امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي؛ ګواښ متوجه کړی دی.

نیویارک ټایمزورځپاڼه د ملګروملتونو وروستي راپورته په اشاره لیکي؛ چې وایي، جګړې اوس ترډیره ولسوالیو ته نژدې د خلکو د اوسیدو په سیمو کې کیږي او زیاتوي داسې ښکاري چې شخړې په هغو سیمو کې ډیرې شوي چې؛ ایتلافي ځواکونو په کې خپلې اډې تړلي او طالبان هم د بیرې احساس نه کوي چې؛ ګواکې حملو ته به یې سخت ځواب وویل شي یا به یې په وړاندې تهاجمي عملیات وشي.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لانجې په اړه لیکي، د رایو د بیا شمیرلو بهیر د شنبې په ورځ یو وار بیا ودرید. د ورځپاڼې په وینا، دې مسالې هغه نازکه سیاسي موافقه له خطرسره مخامخ کړې چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د دواړو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ رامنځ ته شویده.

والسټریټ ژورنال لیکي، د رایو د بیا شمیرلو بهیر تر اوسه درې ځلې درول شوی او اساسي خنډ هم یوه تخنیکې مساله ده؛ په دې مانا چې دواړه لورې پردې اختلاف لري چې د انتخاباتو په دوهم دورکې ولې د هغو سیمو په انتخاباتي مرکزونو کې له انتظاره لرې ډیرې رایې صندوقونو ته اچول شوي چې په لومړی دورکې نه وې.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم دواړه ټیمونه په دې اړه چې کومې رایې باطلی شي او کومې نه، یوه توافق ته ورسیدل خو د انتخاباتو د کمیسیون مشراعلان وکړ چې؛ د رایو بیا تفتیش به ترراتلونکې پنجشنبې یانې د کوچني اخترترپای ته رسیدو مخکې پیل نه کړي. د ورځپاڼې په وینا، په دې توګه به دواړه لوري د دې فرصت ولري چې؛ په دې موده کې خپل اختلافات پای ته ورسوي.
والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، دغه نوی توافق به ښایي د رایو د بیاشمیرلو بهیرچې له ټاکلی پلان ډیروروسته دی، ګړندی کړي خو تراوسه په دې اړه چې د جان کري په منځګړیتوب شوې موافقه په څه ډول عملي شي، پراخ سیاسي اختلافات په خپل حال پاتې دي.

د ورځپاڼې په وینا له دې ټولو سره سره اشرف غني او عبدالله عبدالله تراوسه د ملي وحدت په نوم د حکومت جوړولو د یوه چوکاټ پرسرچې دواړویې له جان کري سره د کتنې په مهال ژمنه کړې وه، موافقې ته ندي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG