د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

"د رایو بیا شمېرل له انتخاباتي ستونزو د بریالیو وتلو یوازنۍ لاره ده"


کابل چاپ ورځپاڼو بیا هم په افغانستان کې د انتخاباتي ستونزې او په غور ولایت کې د بې ګناه ملیکانو د وژنې په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا په خپل لومړي مخ کې د احمد ضیا مسعود په نقل لیکي؛ د ایتلافي حکومت د جوړېدو پریکړه نه ده شوې.

همدې ورځپانې د ښاغلي مسعود له خولې لیکي؛ نه باید یو ناکام ټیم خلکو ته جنګي ورحیه ورکړي او په فشارونو سره ځان د تحول او دوام پر ټیم تحمیل کړي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي، انتخابات د افغانانو کورنۍ مساله ده؛ دا د پردیو لپاره د سپېرو معاملو پرمساله باید بدله نه شي؛ د لیکوال په باور که یې څوک د بدلولو هڅه کوي تاریخي جفا کوي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ د رایو بیا شمېرل له انتخاباتي ستونزو د بریالیو وتلو یوازنۍ لاره ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د انتخاباتو ملي او نړېوال ناظرین باید په دقیقه توګه د رایو له شمېرلو څارنه وکړي؛ ترڅو روانې تراژیدي ته د پای ټکي کېښودل شي.

انیس ورځپاڼه د انتخاباتو خپلواک کمېسون د ویاند له خولې لیکلي؛ د رایو شمېرلو ته دوه سوه ټیمو نورهم تیار شوي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په نقل لیکلي؛ د رایو د څیړنې له بهیره ډاډه یو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه ځانګړي مطلب کې لیکلي؛ د ایتلاف په نامه نه، بلکې د ملي یووالي په نامه د یو پراخ بنسټه حکومت جوړلو د ملت د ارادې ښکارندويي کوي.

د مطلب لیکوال نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کوي؛ د ایتلاف په نامه نه بلکې د یوموټي او واحد افغانستان په هیله د ملي وحدت په نامه د حکومت په رامنځ ته کولو کې له افغانانو سره مرسته کوي.

بل خوا کابل چاپ نورو ورځپاڼو په غور ولایت کې د بې ګناه ملیکانو د وژنې په اړه لیکنې کړې دي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ "په غور کې وحشت افغانان بېلوي نه، یوکوي یې".

د جمعې په ورځ یوشمېر وسله والو دغور ولایت په بادګاه سیمه کې څوارلس ملیکان له موټرو راښکته او بیا یې ووژل.

ورځپاڼه دولت ته وړاندیز کوي، په کار ده چې، د دې پېښې پلتنه وکړي او معلومه کړي چې، د دې حملې ترشاه دې چا لاس دی او د چا پرمت یې دغه عمل ترسره کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي دولت باید دغه وسله وال پیدا او سخته سزا ورکړي چې د افغانستان د دښمنانو د اهدافو لپاره یې دغه ډول وحشت کړی.

هېواد:

او په پای کې د هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې راغلي په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو تر شاه د پاکستان لاسونه دي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG