د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو او د سولې په پروسې مطالب او مقالې خپرې کړي دي.
ویسا:
ویسا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې راتلونکي ولسمشر ته یو شمیر وړاندیزونه کړي دي.
د سرمقالې لیکوال د نړیوالې ټولنې په وړاندې د ولسمشر حامد کرزي وروستی دریځ ستایلی دی او ټینګار یې کړی، چې هر څوک ولسمشر کیږي باید ښاغلي کرزي په پل پل کیږدي.
په سرمقالې کې راغلي افغانان نور د پردۍ جګړې لپاره وینې او سرونه نه لري؛ دوی سوله غواړي او باید راتلونکي ولسمشر هم په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره د افغانانو د ګټو خبره مطرح کړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي که خدای مه کړه راتلونکي ولسمشر ته د ولس ارمانونه او هیلې ارزښت ونه لري؛ بیا به د ولس ازمویښت وي چې؛ له داسې یوه بې پروا زعیم سره څه چلن کوي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي چې؛ د هېواد راتلونکې اوس د انتخاباتي کمیسیونونو په فعالیت پورې تړلې ده.
د انیس په سرمقالې کې راغلي، د انتخاباتو لومړني نتایج باید د ثور په څلورمه اعلان شي؛ خو داسې ویل کیږي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ډیر ورو کار کوي.
ورځپاڼې لیکلي، د انتخاباتو کمیسیونونه باید لا مسوولانه عمل وکړي او د افغانانو ملي جشن لا وځلوي.
سروش ملت:
سروش ملت ورځپاڼې په یوه مطلب کې په متحده عربي اماراتو کې د ملا اغاجان معتصم د نظر بند کیدو مساله څیړلې ده.
سروش ملت لیکلي، دا خبره غلطه ده چې ملا اغاجان د ویزې ستونزه درلودله؛ ځکه له مخکې نه یو شمیر هیوادونو هغو طالبانو ته د ډیپلوماټیک مصونیت ورکولو ژمنه کړې وه چې؛ له افغان دولت سره خبرې کول غواړي.
په مطلب کې راغلي، دا پیښه د هغو هېوادونو او استخباراتي سازمانونو د اجنډا یوه برخه ده چې؛ نه غواړي د افغانستان د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.
محور:
محور ورځپاڼې هم په دې مسالې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، په اغاجان معتصم وروسته له هغې محدودیتونه لرې شوي چې؛ ولسمشر حامد کرزي د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تلیفوني خبرې وکړې.
په مطلب کې راغلي، د متحده عربي اماراتو په ګډون نورو هېوادونو هم له مخکې موافقه کړې وه چې؛ اغاجان به په دې هېواد کې د سولې هڅې پرمخ وړي.