د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

"نوی افغان ولسشمر باید د هېواد اقتصاد ته لومړیتوب ورکړي"


فارین پالیسي خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان پر اقتصاد یوه اوږده مقاله خپرې کړې ده او لیکلي یې دي چې، د افغانستان نوي ولسمشر ته په کار دي چې؛ د خپل ریاست په لومړیو سلو ورځو کې لومړیتوب اقتصاد ته ورکړي.

خپرونه بیا لیکي، د دې لپاره په کار دي چې نوی منتخب ولسمشر له ګاونډیو هېوادو سره اړیکي ښه کړي او د اقتصاد په برخه کې یو شمېر مهمو مسایلو ته توجه وکړي.

فارین پالیسي وړاندې د افغانستان کانونو ته اشاره کړې ده چې؛ له یو تر درې ترلیونه ډالرو ارزښت لري.

د تیلو مساله یې یاده کړې چې؛ افغانستان ته واردیږي او کیفیت یې ښه نه وي، د ملي پوځ د لګښت مساله یې څیړلې او د خصوصي سکتور ستونزو ته یې اشارې کړې دي.

فارین پالیسي بیا د افغانستان د اقصادي ودې مخې ته پرتې ستونزې یادوي او لیکي چې، امنیتي وضعیت ښه نه دی، له ګاونډیو سره اړیکې ښې نه دي، د افغانستان اویا فیصده نفوس تر ۲۵ کلونو لږ عمر لري او هر کال د دغه هېواد څلور لکه نوي ځوانان کار ته اړتیا پیدا کوي.

نیو ریپبلک

که فارین پالیسي د افغانستان اقتصادي ستونزې پراخې ګڼي، یوه بله چاپي خپرونه، نیو ریپبلک، بیا د داسې افغانستان تصور ورکوي چې؛ له هیلو ډک دی.

دې مجلې یوه لنډه مقاله خپره کړې ده؛ بیا یې یو شمیر عکسونه چاپ کړې دي.

په یوه عکس کې د ښوونځي نجونې ښکاري؛ په بل کې لوبغاړې معلومیږي، په یوه عکس کې هم پورته پر غرونو خلک ناست دي ټلویزیون ګوري؛ د یوې میلې عکس یې هم خپور کړی؛ د یوې ګیډۍ رنګارنګ پوپکونو یو تصویر هم د یوې ړنګې خړې پړې ودانۍ مخې ته اخیستل شوی.

نیوریپبلک لیکي، کله چې د افغانستان نوم څوک یادوي؛ نو د ډيرو کسانو سترګو ته ښایي ورانې سیمې، وینې او پوځیان ودریږي. خو د خپرونې په باور د افغانانو د کیسو نندارتون ښایي خلکو ته د دې جګړې ځپلې هیواد بل تصور ورکړي.

دغه نندارتون د ډنمارک د سوداګرۍ او فرهنګ سازمان له لورې پرانیستل شوی دی. په دې نندارتون کې د شاوخوا ۲۵ افغان عکاسانو عکسونه نندارې ته ایښودل شوې دي.

د لوبغاړو نجونو تر عکس لاندې نیوریپلک خپرونې لیکلي دي؛ د طالبانو د رژیم تر ماتې وروسته د لوبو په ډګر کې نجونو د پام وړ پرمختګ کړی دی چې؛ افغانستان ته یوه ښه لاسته راوړنه ده.
XS
SM
MD
LG