د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۱

د طالبانو خپل منځي جګړې په يوه ترورستي کمپاين بدلې شوي

ډيلي ټيلګراف:

بريتانيايي ورځپاڼه ډيلي ټيلګراف په خپله تازه ګڼه کې ليکي، د طالبانو خپل منځي جګړې چې له امريکا سره د سولې له خبرو سره ارتباط لري، په يوه ترورستي کمپاين بدلې شوې دي.

د ورځپاڼې په باور په غزني کې د طالبانو د پيژندل شوې قوماندان ملا محمد اسماعيل، د طالبانو د پخواني چارواکي او د سولې د عالي شورا د مشر مولوي ارسلا رحماني او څو تنو نورو وژنه د همدې لړۍ يوه برخه ده.

که څه هم تر اوسه د ملا محمد اسماعيل وژل نه دی تاييد شوی، خو د هغه نژدې ملاتړيو په يوه ويډيويي پيغام کې د هغه وژل غندلي دي.

ډيلي ټيلګراف د مايکل سيمپل په وينا چې د طالبانو د چارو متخصص ګڼل کيږي، ليکي، د طالبانو مشر تابه په يوه ظالمانه ډول داسې حرکت پيل کړی دی، چې د دوي له ليکو د بيليدو هڅې وځپي.

مايکل سيمپل چې يو وخت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي هم و زياتوي چې د طالبانو مشرانو د هغو هڅو پرضد هم سخت غبرګون ښکاره کړی، چې په انفرادي ډول ځينو طالبانو له حکومت سره تماس نيولی دی.

د طالبانو مشران غواړي، چې په هره بيه چې کيږي د خپلو ليکو دننه واک خوندي کړي.

ورځپاڼې بيا وړاندې د سيمپل دا خبره را اخيستې ده چې وايي، د طالبانو اکثر غړي اوس د افغانستان د سياسي حل لارې پلوي کوي خو دوي لويديځ ملامتوي چې تر اوسه نه دي توانيدلي په دې برخه کې د منلو وړ وړانديز وکړي.

نيوروپ چاپي خپرونه:

نيوروپ چاپي خپرونې بيا د افغانستان په اړه يوه بله موضوع څيړلې ده. دغه خپرونه ليکي چې د شانګهاي د همکاري سازمان غړيو هېوادو اوس افغانستان ته پاملرنه زياته کړې ده.

د شانګهاي سازمان چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو او چين څخه جوړ شوي دي د خپلو هېواد د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د قزاقستان وړانديز ومانه او افغانستان چې تر اوسه په دې سازمان کې د ميلمنه په توګه برخه اخيسته د څارونکي په حيث به ګډون کوي.

د نيوروپ خپرونې په باور افغان حکومت هم دا غوښتنه لرله او چين هم له هغې ملاتړ وکړ.

د شانګهاي په غونډه کې د افغانستان نظارت دغه هېواد ته اجازه ورکوي چې عملا د شانګهاي د غړيو هېوادو په فعاليتونو کې برخه ولري د شانګهاي د سازمان غړي هېوادونه بيا وايي، چې په دې توګه دوي کولای شي چې د افغانستان له ثبات سره ډيره مرسته وکړي.

د خپرونې په نظر، هيله ده چې ولسمشر حامد کرزي د شانګهاي په سرمشريزه کې چې د جون په مياشت کې په پيکنګ کې جوړيږي برخه واخلي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG