شنبه 30 ثور 1391 سیمه ییزوخت 11:22 PM


مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

د افغان دولت او مخالفینو په خبرو کې اساسي مسئله د واک ویش دی

د افغان دولت او وسله والو مخالفینو په خبرو کې اساسي ستونزې او د بګرام له زندانه د بندیانو د لیږد بهیر د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحث زیاته برخه رانغاړي.

x
د حرفواندازه - +
خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې په خبرو کې اساسي مسئله د واک ویش دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې یوازې د افغان دولت مخالفان، زورواکي او پاکستان دا باور څرګندوي، چې د افغان لانجې حل د ځواکمنو او وسله والو ډلو ترمنځ د واک په ویشلو سره ممکن ده.

خو د ورځپاڼې خپل نظر دا دې، چې دا یوه ناکامه تجربه ده او تر اوسه پورې هیڅ یو ایتلافي حکومت او د واک ویش د ستونزو حل ته لار نه ده هواره کړې.

ورځپاڼې په دې اړه د اویاومې لسیزې پیښو ته کتنه کړې، چې له امله یې په کابل ښار کې د وینو ویلې وبهیدلې.

ورځپاڼې په دې اړه د ځینو پاکستاني سیاستوالو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې ممکن پاکستان دا ځلې هم ورته هدف تعقیب کړي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ګاونډي هېوادونو تل په افغانستان کې د یو غښتلي حکومت د رامنځ ته کیدو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې، چې د قطر بهیر تود شوې پاکستان پراخې ځلې هلې پیل کړي، چې په یو نه یو ډول ځان په دې بهیر کې ورګډ کړي او خپل اهداف او امتیازات ترلاسه کړي.

ورځپاڼې کابل ته د حنا رباني سفر او د قطر له مشرانو سره د دغه هېواد د صدراعظم خبرې د همدغو هڅو یوه برخه بللې.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان غواړي د خپلو دغو هڅو لپاره د روسیي ملاتړ هم ترلاسه کړي او د بهرنیو چارو وزیره یې اوس مسکو ته روانه ده.

ورځپاڼې د ګاونډیو هېوادونو دا هڅې خطرناکه بللې او ویره یې څرګنده کړې، چې ممکن دوې یو ځلي بیا افغانان په سیند لاهو کړي.

ورځپاڼې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د خپلې ډیپلوماسۍ په پیاوړې کولو سره دې د سولې او ثبات لپاره داسې لاره خپله کړي، چې د هېواد ملي ګټې په کې خوندي وي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو موجودیت یوه ستونزه بللې، چې د ورځپانې په وینا دغه هېوادونه ترې تل د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.

ورځپاڼې لیکلي، تر هغو، چې افغان کډوال په دغو دوو هېوادونو کې موجود وي، په افغانستان کې سوله نشي ټینګیدای، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا هغه خوږه ګوته ده، چې ګاونډیان ترې د افغانستان پرضد کار اخلي.

د کابل ورځپاڼو پاتې سرلیکونه د بګرام د بندیانو د لیږد موضوع ته ځانګړې شوي.

سرنوشت لیکلي، چې د بندیانو د لیږد بهیر پیل شوې او تر اوسه پورې یو شمېر بندیان له بګرام څخه پلچرخي زندان ته استول شوي دي.

که څه هم دې ورځپاڼې په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلی، چې امریکایان یوازې افغان بندیان حکومت ته سپاري او د بګرام زندان ودانۍ او نور سهولتونه نه ورکوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې دا بندیان د افغان ولسمشر د سپارښتنو په رڼا کې د پلچرخي زندان ته لیږدول کیږي.

خو دې ورځپاڼې هم دا جزیات ندي خپاره کړي، چې په څومره شمیر کې زندانیان لیږدول شوي او نور څومره پاتې دي.