ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

پنجشنبې د وږي ۱۱ مه

11.06.1389

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي دلته لولي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې ویلي دا لومړی ګام دی چې د هېواد د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتولپاره اخیستل کیږي.

دې ورځپاڼې دغه بدلونونه د کورنیو چارو په وزارت کې کور څنډنه بللې ده او ویلي یی دي چې له دې سره د پولیسو په فعالیتونو کې ښه والی راشي.

د مقالې لیکوال په دوام کې لیکلي چې دا بدلونونه په داسې حال کې راغلي چې ټاکل شوی ده د افغانستان د امنیت ساتنې مسوولیت تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې له نړېوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورځپاڼې د افغانستان په ملي شورا کې د ښځو د فعالیتونو په اړه هم یومطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې له دې ډلې څخه ډیر شمېر ښځو خپل کارونه ښه نه دي ترسره کړي او باید چې د ولسې جرګې په دوهمه دوره کې د دې جرګې غړي ښځې ډیر کار وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په مسالې تمرکز کړی او په دې هېواد کې یې د روان جنګ د ستراتیژۍ د تغیر غوښتنه کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې تروریستان د افغانستان په کلیو کې نشته او د جنګ مخ باید د تروریزم د اصلي مرکزونو په لور واړول شي او د دې شومې پدېدې ریښې باید پرې شي.

ورځپاڼې په بل مطلب کې په پاکستان کې د افغانی تلویزیونو په خپرونو د بندیز په مسالې هم تبصره کړې او د پاکستاني چارواکو دا اقدام یې غیر قانوني بللی دی.

دې ورځپاڼې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر له قوله لیکلي چې په پاکستان کې د افغاني رسنیو په خپرونو بندیز باید ژر لغو شي.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپاڼې د نن ورځې ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه تبصره کړې او ویلي دي چې په دې هېواد کې په ځانګړي توګه په شمالي سیمو کې د طالبانو فعالیتونه تر پخوا ډیر پراخ شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې په شمالي ولایتونو کې باید د طالبانوپه وړاندې پیاوړې جبهه جوړه شي او که چیرې په دې برخه کې پڅ عمل وشي ستونزې په لا پسې ډیرې شي.

ورځپاڼې د افغانستان او امریکا د اړیکوپه اړه هم تبصره کړې او لیکي چې د سپینې ماڼې او د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ترمنځ اختلافات د یوې خوا په ګټه هم نه دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې له عراق څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو مسالې ته پام اړولی او افغانستان ته یې د امریکا د پاملرنې په اړه لیکنه کړې.

دې ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر له قوله لیکلي کله چې د امریکا پام عراق ته شو افغانستان د تجهیز او پوځي مسایلو له درکه دوهمې کتګورۍ ته راغی.

دغې ورځپاڼې په عین حال کې د امریکا د ولسمشر څرګندونې هم خپرې کړي چې ویلي یی دي دوې به د طالبانو او القاعدې تر ماتېدو پورې په افغانستان کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د دې ورځپاڼې د نن ورځې ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اهدافو مسالې ته هم اشاره شوې او په دې اړه د بدبینانه نظر په څرکندونو سره یې ویلی چې بهرنیان په افغانستان کې له هیڅ یوه قوم سره دوستي نه کوي او دا هغه مساله ده چې په تېرو دیرشو کلونو کې تجربه شوی ده.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس