چهارشنبې د سپټمبر لومړۍ
وروستی بدلون 10 06 1389 06:22 PM
نړیوالو مطبوعاتو په افغانستان کې د اداري فساد په اړه مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې په اداري کې ډیري هغه کسان لاس لري، چې یا په خپله د افغان حکومت غړي دي او یا یې هم خپلوان د لوړ څوکیو خاوندان دي. ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ورو ولي کرزي په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
ګارډین:
په انګلستان کې خپریدونکي ګاردین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ادارې فساد مساله په تفصیل سره بیان کړې او دا یې هم لیکلي، چې یو شمېرحکومتي جګ پوړې چارواکي او یا د هغوي خپلوان تر ډېره حده په فساد کې ښکیل دي.
ورځپاڼه د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه لیکي، د تېر جون میاشت کې د افغانستان د حکومت د چارو د څارنې د پروژې رییس ښاغلي دانیل براین د افغان چارواکو د کارونو په اړه یو عجیب راپور برابر کړی و.
د ده اسناد او معلومات په عراق او افغانستان کې د جګړې د وخت د قراردادونو د کمیسیون له جوړیدو مخکې برابر شوي وو. ده په راپور کې ویلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، خصوصي امنیتي کمپنۍ هڅولې چي له دوی سره د امنیت په چارو کې مرسته وکړې.
ویل کیږي چې د زیات شمېر خصوصي امنیتي کمپنیو مالکان د جمهور رییس کرزي خپلوان دي. اصلي خبره دا ده، موږ نه پوهیږو، چې د امریکاییانو ډالر د چا جیب ته ځي؟ ايا دا پیسي د هغو کسانو جیبونو ته ځي چی زمونږ عسکر ورسره په جګړو کي ښکیل دي؟
ګاردین لیکي، د جمهور رییس کرزي د ورور احمد ولي کرزی په اړه د ښاغلی براین نظر او مشاهده داسې ده، چې احمد ولي کرزی په نورو ځواکونو هم مستقیم کنټرول لري.
ده، د حاجي سید جان خاکریزوال او اختر محمد په څېر کسان چې د کندهار د ولایتي شورا امنیتي ځواک یې په واک کې دی، انتخاب کړې او په دندو یي ګمارلي دي. احمد ولي کرزی دغه راز د عینو مېنې د امنیتي چارو مشري هم کوي. دا مېنه د ده په مالي مرستې جوړه شوې او یوه عصرې سېمه ده.
ګارډین زیاتوي، په احمد ولي کرزي باندي د امریکانو تکیه او هغه هم په کندهار کې چې وسله وال په کې قوي دي او په داسې یو شخص باندې تکیه چې د خپل واک او ګټو زیاتولو په فکر کې دی، د امریکا د هغو هلو ځلو مخه نیسي چې غواړي په افغانستان کې داسې یو اغیزمن مرکزي حکومت جوړ کړي چې نظم او قانون وساتي او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لار هواره کړاي شي.
د ورځپاڼې په وینا، د امریکا دا کار په خپل لاس د ځان ناکامي ده.
اوپن ډیموکراسي:
د اوپن ډیموکراسي پنامه کمپیوتري پاڼې، د کابل د کنفرنس په اړه یوه مقاله لیکلي او دا کنفرنس یې د ناکامۍ یو فورمول بللی دی.
ورځپاڼه لیکي، د جولای په ۲۰ مه په کابل کې د افغانستان راتلونکي پنامه کنفرانس جوړ شو او دا میاشت په افغانستان کې ترټولو وژونکي میاشت وه.
د کنفرانس له جوړیدو راهیسي په تېرو څو اوونیو کې داسې بریښي چې د کابل د حکومت د تصمیم نیونکو، ناټو او نورو متحدینو تر منځ ګډودۍ او اختلافات موجود دي او د کابل کنفرنس د دې حالت د له منځه وړلو لپاره هیڅ هم نه دي کړی.
اوپن ډیموکراسي ویب پاڼه لیکي، د کنفرانس وزن، اهمیت او تبلیغاتو ته که ځېر شو نو د افغانستان د دغه سخت حالت او موجودې شخړې د ختمولو لپاره باید یو ټاکونکی فرصت وای. خو هیلې په ناامیدۍ بدلې شوي او داسې بریښي چې هر څه د خطر مرحلې ته رسیدلې دي.
اوپن ډیموکراسي زیاتوي، نه یوازې دا چې د افغانستان د ستونزې لپاره د لنډې مودې کوم حل نه تر سترګو کیږي، بلکې تر ټولو بده خو دا ده، چې د حل لپاره یو واضح او څرګند تعریف هم نشته.
دغه راز، دا مهال د جګړې اصلي هدفونه نه دي په ګوته شوي او یوازي د کابل د ښار چې یوې پوځي کلا ته ورته دی، د ژوندي ساتلو او ساتنې پرته بل کوم هدف نه تر سترګو کیږي.