چهار شنبې د وږي ۱۰
وروستی بدلون 10 06 1389 06:05 PM
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د خرابېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړېکې ورځ تر بلې خرابیږي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې د افغانستان او امریکا د دولتونو ترمنځ په اړیکو تبصره کړې او لیکلي یې دي، چې په اوسنیو بحراني شرایطو کې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ راپورته شوي اختلافات د ژورې اندیښنې وړ دي.
خدمتګار د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په دې برخه کې د افغانستان د لویې څارنوالي د مرستیال د ګوښه کیدو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د اندیښنې څرګندونې یادونه کړې ده، چې وروسته افغان چارواکو دا کار د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.
خدمتګار لیکلی دي، په اوسنیو شرایطو کې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ اختلافات ورځ تر بلې شدید کیږي او د ښه والي څرک یې نه لګیږي، خو ورځپآڼې د دغو اړیکو په ټنیګولو ټینګار کړی دی.
خدمتګار همداراز په یوه بل مطلب کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان له قوله لیکلي دي، چې افغان ځواکونو ته امنیت سپارلو په مسودې کار روان دی.
اراده:
ارادې ورځپاڼې په افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو په مسالې تبصره کړې ده.
ارادې د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبره راخیستې چې ویلي یې دی، په دې اړه به د ناټو د غړو هیوادونو د نوامبر د میاشتې په عمومي غونډه کې بحث وشی.
ورځپاڼې د راسموسن له قوله زیاته کړې، چې په افغانستان کې وضعیت د قناعت وړ نه دی خو بیا هم پرمختګونه په کې شوي دي.
ارادې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په مرګ ژوبلې هم تبصره کړې او لیکلي یې دي، چې په دریو ورځو کې د دوه ویشتو عسکرو وژنه د وسلوالو مخالفینو د پراخو فعالیتونو څرګندوني کوي.
هېواد:
هیواد دولتی روځپاڼې په افغانستان کې د سولې لپاره د یوې نوې عالي شورا په جوړیدو تبصره کړې او لیکلي یې دي، چې په دغې شورا کې دې سولې ته ژمن شخصیتونه ونیول شي.
ورځپاڼې لیکلي دي، چې د سولي د ملي مشورتي جرګې د پریکړې په اساس ددغې شورا د جوړیدو لپاره هلې ځلې روانې دي او ولسمشر هم په دې برخه کې په سلا مشورو بوخت دی.
هیواد لیکلي دي، چې د سولې راوستلو د لارو چارو په اړه له ټولو اختلافونو او بیلابیلو دریځونو سره سره یوه خبره د ټولو زړه ته کوزه شوې چې د افغانستان د ستونزې حل جګړه نه ده.
هیواد په یوه بل مطلب کې لیکلي دي، چې جمهور رییس د دغې شورا د جوړیدو په اړه د جهادي او سیاسي شخصیتونو د نظرونو او وړاندیزونو د اوریدلو په هدف له هغوی سره غونډه هم کړې ده.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات څیړلي او پوښتلي یې دي، چې د افغانستان خلک به د کومو معیارونو په اساس په دغو انتخاباتو کې رایه وکړي.
ورځپاڼې لیکلي دي، چې د راتلونکې ولسي جرګې څرنګوالي د خلکو په پریکړې پورې اړه لري. راه نجات تمه ښودلې چې د افغانستان خلکو به په تیرو انتخاباتو کې له ګډون کولو نه دا تجربه ترلاسه کړې وي، چې ښه انتخاب په قومي، ژبنیو او سمتي اړیکو پورې اړه نه لري.