ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

سې شنبې د اګسټ 31مه

وروستی بدلون 09 06 1389 02:25 PM

نړېوالو ورځپا ڼو په افغانستان کې د لوی څارنوال د مرستیا پر ګوښه کولو او په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ مقالې لکیلي. ګارډین ورځپاڼې د ښاغلي فقیریار له قوله لیکلي، چې پر ده فشار راوړل شوی ترڅو استعفی ورکړي، ځکه ده او ملګرو څارونوالانو یې د ډېرو چارواکو دوسیې تیارې کړي، چې سترې محکمې ته یې وړاندې کړي.

ګارډين:

د ګارډين په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان پرحالاتو تبصره په دې ډول پيل شوې: یوه سابقه لرونکي څارنوال فضل احمد فقیریار ادعا کړې، چې په اداري فساد کې د لاس درلودو په تور د یو شمیر لوړ رتبه چارواکو د دوسییو د څيړلو په خاطر په زور تقاعد کولو ته اړ شوې دې.

په دې کسانو کې هغه د جمهور ریس حامد کرزي د یوه ډير نږدې همکار ضیا صالحي یادونه هم کړې ده.

څارنوال فضل احمد فقیریار ویلي، چې ده او همکارو څارنوالانو یې په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور د نورو دولتي چارواکو په ضد هم دوسیې برابرې کړي، چې د صالحي قضیه یې مشت نمونه خرواربلل کیږي.

ده ویلي دا ټولې دوسیې د لوی څارنوال محمد اسحق الکو له خوا ځنډول شوي دي ځکه هغه په مستقیم ډول جمهور ریس ته ځواب ورکوي.

فضل احمد فقیریار ګارډين ته ویلي، هغه تل پر موږ فشار راووست چې د دې ریس یا هغه والي او وزیر په ضد دوسیه وځنډوو او یا به یې ویل چې په دومره لوړه سطحه دوسیه سترې محکمې ته نه شو استولای.

ګارډین لیکي د ښاغلي فقیریار لرې کیدل به له دې درکه چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د هڅو کافي ملاتړ نه کیږي، د امریکا اندیښنه لا زیاته کړي.

یوه غربي ډپلوماټ چې د قانون د حاکمیت په اړه کار کوي ویلي، چې په دې برخه کې د غربي حکومتونو فشارونو کار نه دې ورکړې او ښايي په راتلونکې هم کار ورنه کړي.

دې ډپلومات ګارډين ته ویلي، هغو کسانو ته چې په اداري فساد کې ښکیل دي د چا لاس نه رسیږي ځکه د دې لپاره هیڅ سیاسي اراده نه شته.

موږ ته مالومه ده، چې له بهرنیو فشارونو سره، جمهور ریس کرزي هر وخت په دې برخه کې د څارنو مخنیوی کړي.

کرسشن ساینس مانیټور:

کرسشن ساینس مانیټور، د افغانستان پر حالاتو په مقاله کې دلته په مخ په زیاتیدونکي تشدد ته کتنه کړې.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، افغانستان ته د زیاتو امریکايي عسکرو له رسیدو سره تشدد هم زیات شو. اوس په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر یولکو ته رسیږي.

د دې زیاتوالي هدف د راتلونکي کال تر دوبي چې جمهور ریس اوباما د امریکايي عسکرو د تدریجي وتلو د پيل لپاره نیټه ټاکلې، د وسله والو طالبانو د تشدد تر کنټرلو لاندې راوستل وو.

په څنګ کې یې د ناټو ځواکونه هم د ولسي جرګې انتخاباتو تر راسیدو دمخه د امنیت د ټینګولو لپاره هڅې کوي.

وسله والو کسانو په دې موده کې پر کاندیدانو او د هغوي د انتخاباتي مبارزو پر کارکونکو حملې کړي دي. د شنبې په ورځ یوه وسله وال په هرات کې کاندید عبدالمنان وواژه.

د یکشنبې په ورځ د هرات ښاریانو د ولسي جرګې لپاره د کاندیدې فوزیه ګیلاني د انتخاباتي مبارزې د ۵ تنو کارکونکو جسدونه وموندل. کرسشن ساینس مانټور لیکي، د جمهور ریس د دفتر ریس واشنګټن پوست ته ویلي، ګمان نه کوي چې د طالبانو د ماتولو په برخه کې افغانستان د بریالیتوب په لاره روان دی.

ده ویلي، امریکا باید خپله ستراتیژي بدله کړي او له سره غور وکړي. داودزي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د امریکا او افغانستان د اړیکو د خړپړوالي په اړه په مطبوعاتو کې خپریدونکي رپوټونه له وسله والو سره روانه مبارزه متاثره کوي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس