ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

دوشنبې د زمري ۸ مه

وروستی بدلون 08 06 1389 02:41 PM

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي دلته لولﺉ.

اراده:

ارادې ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې لپاره په روانو هلو ځلو تبصره کړې او پوښتلي یې دي ایا امریکا له طالبانو سره سوله غواړي؟

ورځپاڼې لیکلي دي چې په دې برخه کې امریکایي چارواکي له افغان دولت نه بېل نظر لري او په دې بارو دي چې تر څو پورې وسلوال طالبان له پوځي لارې کمزورې شوې نه وي، د روغې جوړې هلې ځلې نتیجه نه لري.

ارادې لیکلي له بله پلوه ځینې په دې باور دي چې د سولې پروسه باید افغاني وي او د افغان دولت په رهبري ترسره شي، په داسې حال کې په دغه هېواد تر دولت ډیر نړېواله ټولنه اغیزمن رول لوبولي.

ارادې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته په تیا رېو هم یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې امنتیي وضعیت لا په خرابېدو دی.

په مطلب کې په ځانګړې توګه په غزني ولایت کې د نا امنیو یادونه شوې او لیکلي یې دي، چې انتخاباتي منډې ترړې هم په کې سړې دي.

هېواد:


هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا په افغانستان کې ترهګر غښتلي دي او که پر ضد یې ستراتیژي ناسمه ده.

هېواد لیکلي دي، هغه امکانات چې نړېوال ایتلاف یې لري، ترهګر یې نه لري، هغومره پیاوړی ملاتړاو تجهیزات چې نړېوال ځواکونه یې لري، ترهګر یې نه لري او لنډه دا چې ترهګر غښتلي نه دي، بلکې پر ضد یې مبارزه سمه نه ده.

هېواد د خپل لومړي مخ د یوه مطلب په غټ سرلیک کې د ولسمشر حامد کرزي خبره راخیستې چې ویلي یې دي، د افغانستان په کلیو او بانډو کې جګړه له ملکي مرګ ژوبلې پرته بله پایله نه لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي اوسنی نظام ولې اپوزیسیون نه لري؟

ملي ارمان د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې لیکلي دي، په داسې حال کې چې په اوسنیو شرایطو کې د حکومت د داخلي ضعف له امله یوه پياوړي اپوزیسیون ته اړتیا ده چې سیاستونه او کارونه یې وڅاري، خو تر اوسه پورې له حکومت نه بهر کړی د یوه اپوزیسیون په رامنځ ته کولو نه دي بریالي شوي.

ورځپانې لیکلي دي، چې د هېواد سیاسي نخبه ګان باید د حکومت د اصلاح په هدف د یوه سیاسي اپوزیسیون د رامنځ ته کولو په فکر کې شي.

ملي ارمان لیکلي دي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ اپوزیسیون چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې جوړ شوی و، هم څه نتیجه ورنه کړه.

هشت صبح:


هشت صبح ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په روانو لارو چارو تبصره کړې.

ورځپاڼې د لوی څارنوال د ګوښه شوي مرستیال وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، چې په اصل د اداري فساد پر ضد مبارزه یو داسې سرلیک دی چې په دې مبارزې یې پرده غوړولې.

ورځپاڼې په یوه بل په افغانستان کې د سیمه اېزو ارګانونو په وضعیت هم تبصره کړې او د سیمه اېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وروستۍ څرګندونې یې څیړلي دي.

هشت صبح د غلام جیلاني پوپل له خولې لیکلي دي چې په اوسني نظام کې داسې والیان هم شته چې په خپله د نظام پر ضد دي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس