یکشنبې د زمري۷ مه
باختر لیکلي پټریوس سره له دې چې تاییدو په پاکستان کې د افغان دولت د مخالفینو او ترهګرو اډې او پناه ځایونه دي 07.06.1389
په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان روان حالت ته کتو کې تحلیلونه خپاره او مطالب خپاره کړي چې لنډیز يي دلته لولي.
باختر:
باختر ورځپاڼې د پاکستان په اړه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان ډیوډ پټریوس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د نوموړي له څرګندونو د پاکستان په وړاندې د امریکا دوه مخې پالیسي له ورایه ښکاري.
باختر لیکلي پټریوس سره له دې چې تاییدو په پاکستان کې د افغان دولت د مخالفینو او ترهګرو اډې او پناه ځایونه دي، بیا یې هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د اسلام اباد هلې ځلې وستایلې.
باختر لیکلي دي، ښکاره ده چې د جنرال پټریوس ستاینه صادقانه نه وه او خپله هم په دې پوهیږي چې د افغانستان خلک یې په خبرو باور نه لري.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د جنرال پټریوس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکي ملګرتیا په دوام یې ټینګار کړی دی.
ویسا لیکلي د امریکا له خوا د افغان دولت غوښتنو ته نه پاملرنه دغه ملګرتیا تر پوښتنو لاندې راوستې ده.
ورځپاڼې په دې برخه کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو وژنې، د شپې د خلکو د کورونو تالاشي او ځینو نورو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د افغان دولت له فریاد سره سره یې دوام پیدا کړی دی.
ویسا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغان چارواکو خبره راخیستې چې ویلي یې دي، د امریکا د استخباراتو له خوا یو شمېر افغان لوړ پوړو چارواکو په ځانګړې توګه د ارګ مسئولینو ته پیسې ورکول بې ځایه خبره ده.
ورځپاڼې په دې برخه کې د یوه افغان کارپوه خبره راخیستې چې ویلي یې دي، که دا رښتیا وي نو د افغانستان او امریکا ستراتیژيکې اړیکې بې معنی شوې دي.
هېواد:
هېواد ورځپاڼې هم په همدې موضوع خپله سرمقاله کښلې او دا یې د ځینو لویدیځو رسنیو لمسوونکی کار بللی دی.
هېواد لیکلي د افغانستان په چارو کې د بهرنیو استخباراتو لاس وهنه یوه لویه ستونزه ده چې د تېرو شاوخوا دریو لسیزو راهیسې یې افغانستان قرباني شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي چې لویدیځې رسنۍ په داسې حال کې دارنګه راپورونه خپاره کوي چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر ځینې داسې اقدامات وکړل چې د نړېوالې ټولنې له غوښتنو سره سم نه و.
هېواد په دې اړه د افغانستان د جمهور ریاست مطبوعاتي اعلامیه هم خپره کړې چې په هغې کې د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو یاد شوي راپورونه د مطبوعاتي جګړې یوه برخه بلل شوې.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي دي چې جاسوسان باید شرم وکړي، ملي ارمان لیکليٍ دي، پرته له شکه چې اوس مهال د دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي سربېره پردې چې ګاونډېو او لویدیځو هېوادونو ته جاسوسي کوي، د خپل دې کار په اړه هیڅ ډول ویره هم نه لري.
ورځپاڼې لیکلي دي، د افغان حکومت ته په کار دي چې په خپلو ادارو کې دغه جاسوسان رسوا کړي او په دې توګه یوه کارنامه ترسره کړي.
ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه بل مطلب کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د ګوښه شوي مرستیال فضل احمد فقیر یار څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، ارګ نه غواړي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه پرمخ ولاړه شي.