ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

یکشنبې د اګسټ ۲۹ مه

وروستی بدلون 07 06 1389 12:52 PM

ګارډین او انډیپنډنټ نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل تحلیلونه او مقالې خپاره کړي چې لنډیز يي صالحې اسحاقزی خالقي برابر کړی.

ګارډین:

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې تر دې عنوان لاندې چې (د امریکایي سرتېرو د وتلو نېټه د طالبانو روحیه پیاوړې کوي) لیکي:

ولسمشر حامد کرزي له افغانستان څخه د راتلونکي کال په دوبې کې د امریکايي سرتېرو د وتلو د پیل پر نېټې انتقاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دغو ډول ضرب الاجلونو ټاکل د مخالفانو روحیه پیاوړې کوي.

ولسمشر کرزي وویل، ترهغو چې په پاکستان کې د وسله والو پټن ځایونه له منځه لاړ نه شي او د پاکستان پوځي عناصر له بلواګرو څخه له ملاتړه لاس وانه خلي، هغوی نه شي ماتېدای.

ګارډین ورځپاڼه په دوام کې لیکي: ښاغلي کرزي په کابل کې له یوې امریکایي ډلې سره د کتنې پر مهال وویل:

له څو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې ځینې پرمختګونه شوې دي او د ناټو ځواکونو د وتلو د علني نېټې اعلانول، د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیانو وژل او د پاکستان په خاوره کې د وسله والو د مرکزونو له منځه وړلو ته نه پاملرنې، د جګړې پرمختګونه ټکني کړې دي.

د ورځپاڼې د لیکنې پر اساس ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه د خپګان د وروستۍ نښې په توګه د پنجشنبې په ورځ وویل، د ولسمشر بارک اوباما له خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو د ضرب الاجل ټاکنې د افغانستان دښمنانو ته جرأت ورکړی او متحد ایالات هم ونه کړای شول چې، پر پاکستان په کافي اندازه فشار راولي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

خو ګارډین ورځپاڼه لیکي، اداري فساد او د دې موضوع افشا چې د ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست څو غړي د ( سي، اې، اې) معاش خواره دي، په افغانستان کې یې د امریکا د پېچلې رول پر ماهیت ټینګار کړی دی.

امریکایي او افغان مقاماتو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، ( سي، اې، اې) یوازنۍ یوه بهرنۍ اداره نه ده چې افغان مقاماتو ته په پټه پېسې ورکوي چې د افغانستان کورنۍ پېښې اغېزمنې کړي، بلکه نور هېوادونه لکه ترکیه او سعودي عربستان هم په پټه افغانانو ته پېسې ورکوي.

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د ښاغلي کرزي د یوه پلوي په قول لیکي، متحد ایالات په داسې حال کې چې نور لومړیتوبونه له پامه غورځوي، د اداري فساد له موضوع څخه په ځانګړي ډول د ضیا صالحي په نیونې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سپکاوي لپاره استفاده کوي.

انډېپېنډینټ:

د انګلستان چاپ یوه بله ورځپاڼه انډېپېنډینټ په خپلې وروستۍ ګڼه کې له وسله والو څخه د کندهار د پاکولو په اړه لیکنه کړې او د مقالې په یوه برخه کې لیکي: په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرایس وايي، دی خپل ځان د ولسمشر اوباما د دوه زره یولسم کال د جولای میاشتې ضرب الاجل ته ژمن نه ګڼي او ترهغو چې کندهار په ټولیزه توګه تصفیه شوی نه وی او دا ډاډ ترلاسه نه شي چې طالبان به بیا په کندهار کې نفوذ ونه کړي، د زیاتو ځواکونو وتل د زغم وړ نه دي.

انډېپېنډېنټ ورځپاڼه د مقالې په پای کې لیکي، د کندهار په وضعې کې لانجمن کسان رول لوبوي. دلته داسې سیمه ایز کسان واکمن دي چې شخصي اردو لري او هيڅ یوه مقام ته ځواب نه وايي.

له دوي څخه تر ټولو لوی او لانجمن کس د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی دی چې د یوه مافیايي مشر په توګه حکومت کوي.

نو د کندهار او شاوخوا سیمو تصفیه کول هماغه راز چې د جنرال مک کرېسټل یو مهم او اساسي هدف و، اوس د جنرال پټرایس لپاره لویه ازموینه ده.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس