ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

شنبې د وري ۶ مه

06.06.1389
اراده:

ارادې ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تیارېو په اړه یو مطلب خپور کړی او په دې برخه کې یي امنیتي ستونزې څیړلي دي.

د مقالې لیکوال ویلي چې په دې هېواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د امنیت ټینګښت ته اړتیا شته.

ورځپاڼې ویلي د افغانستان په ځینو سیمو په ځانګړې توګه په جنوبي ولایتونو کې امنیت ټینګ نه شي په انتخاباتو کې به پراخ تقلب او درغلۍ وشي.

ورځپاڼې په بل ځای کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور او د دوي د تحرکاتو په اړه لیکنه کړې او لیکلي یې دي چې امریکا په دې هېواد کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په هدف نورې هوایي اډې جوړوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ولې په نهو کلونو کې په دې هېواد کې د تروریزم په وړاندې مبارزه پای ته ونه رسېده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د تروریزم د ځپلو لپاره باید امریکا او نور ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه بهر د هغوي د فکري او د پوځي روزنې مرکزونه له منځه ویسي.

دې ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یوازې څو اونۍ پاتې دي خو لاهم امنیتي ستونزې په ځینو سیمو کې زیاتې دي او د انتخاباتو د شفافیت په اړه له خلکو سره ډیرې پوښتنې پیدا کیږي.

د مطلب لیکوال لیکي چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د شفافه او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل نا ممکنه کار دی او دې مسالې ټولو ته اندېښنې را پارولي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د دې موضوع په اړه تبصره کړې چې ویل کیږي یو شمېر افغان دولتي چارواکي د امریکا د استخباراتي ادارې له خوا هم تنخوا اخلي.

دا راپور په یوې امریکایي ورځپاڼې کې خپور شوی خو د ویسا د مقالې لیکوال ویلي چې د امریکا له استخباراتي ادارې څخه افغان تنخوا اخیستونکي هم افغانان بربادوي او هم امریکا له ستونزو سره مخامخ کوي.

دې ورځپاڼې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو او د هغوي د اړیکو په اړه هم یو مطلب خپور کړی او په غټو ټکو کې یي لیکلي چې ملا برادر همدا اوس د پاکستان د استخباراتو له خوا په یو ډاډه ځای کې اوسیږي.

ورځپاڼې په عین حال کې لیکلي چې ولسمشر کرزي او ملا برادر له یو بل سره تماسونه هم لرل.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې روان بهیرته اشاره کړې او له ولسمشر کرزي نه یې په نقل لیکلي چې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته د نېټې ټاکل دښمنان لا پیاوړي کړي.

دې ورځپاڼې هم په افغانستان کې انتخاباتو ته د تیاریو په اړه تبصره کړې او په دې برخه کې یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرځینو فعالیتونو انتقادونه کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د سلګونو مرکزونو نه پرانستل کېدل د انتخاباتو په وړاندې ډیرې ستونزې ولاړې کړي دي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس