پنجشنبې د وږي ۴ مه
04.06.1389
په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او مقالې خپرې کړي چې احمد زبیر ژمن ورته کتنه کړې.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جوبایډن په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي یې دي د افغانستان جګړه بایلونکې نه ده.
ویسا لیکلي، د بایډن د خبرو برعکس په افغانستان کې د جګړې ګټل ستونزمنه بریښې ځکه چې د لیکوال په باور نړېوالو ځواکونو په تېرو نهو کلونو کې د جګړې مقابل لوری سم نه دی تعریف کړی او وخت په وخت ملکی خلک هم د خپلو بریدونو ښکار ګرځوي.
په سرمقالې کې په تېرو دوو اونیو کې په بغلان میدان وردګو او بادغیس ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې وروستیو پېښو ته اشاره شوي.
ویسا د خپل لومړي په غټ سرلیک کې د یوې نړېوالې ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې القاعده له قبایلي سیمو کراچۍ ته پناه وړي.
په مطلب کې راغلي، د القاعده شبکې شاوخوا اویا فیصده مهم مشارن هره ورځ په وتلو دي او غواړي پر لویدیځ د کوم ستر برید پلان جوړ کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د یوه چارواکي د څرګندونو په اړه تبصره کړې چې ویلي یې دي، د ا فغان ملي اردو په لیکو کې د عسکرو د تیښتې او غیر حاضرۍ ستونزه ډيره جدي ده.
هېواد په خپلې سرمقالې کې لیکي، چې په ملي اردو د نیوکو پر ځای باید د دغې اردو د پیاوړي کېدو هڅه وشي.
ورځپاڼې لیکلي دي، افغانستان په خپلو پښو ولاړو امنیتي ځواکونو ته اړتیا لري او دا د نړېوالې ټولنې مسئولیت دی چې په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه څیړلې او په دې برخه کې یې نړېواله ټولنه هم پړه بللې.
راه نجات لیکلي چې په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې له افغانستان سره د شوېو مرستو شاوخوا اتیا فیصده یې خپله نړېوالو موسسو لګولي او په دې توګه په مرستو کې د اتیا فیصده فساد مسئولیت هم دوی لري.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان دولت په ادارو کې هم اداري فساد د اندېښنې وړ دی او باید چې د مخنیوي لپاره یې لا موثره ګامونه واخیستل شي.
راه نجات په یوه بل مطلب کې هم لیکلي دي چې اداري فساد د دولت او خلکو ترمنځ فاصله رامنځ ته کړې ده.
په مطلب کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او څارنې د عالي ادارې د مشر له قوله راغلي دي چې اداري فساد په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو مخه نیولې ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان په رهبرۍ کې د ملي مسائلو په وړاندې تراوسه پورې همغږي نشته.
ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې تور لګولی چې د افغانستان ځینې مشران له پاکستان سره د معاملې هڅه کوي او د خپل ولس غوښتنې یې هیرې کړي دي.
ملي ارمان ليکلي دي چې د افغانستان رهبري د پاکستان په وړاندې سمه پالیسي پر مخ نه وړي.
ورځپاڼې په دې برخه کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفتر سپنتا خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي، پاکستان هڅه کوي افغانستان د خپل نفوذ د ساحې یوه برخه وګرځوي.