پنجشنبې د اګست ۲۶ مه
وروستی بدلون 04 06 1389 12:44 PM
نړېوالوورځپاڼو هریو ټایم مجلې او انډیپنډنټ په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بېل بېل مطالب او مقالې خپرې کړي چې احمد شیبر ورته کتنه کړې.
انډپنډنټ:
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش دښمن زړور کوي، دا د بریتانیا د انډپنډنټ ورځپاڼې سرلیک دی. دغه ورځپاڼه د امریکایي متقاعد جنرال جیمز کان په وینا لیکي، د امریکا پلي سمندري ځواکونه په داسې وضعې کې نه دي چې په راتلونکو څو کلونو کې له افغانستانه ووځي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره په خپلې نوې ستراتیژۍ کې څرګنده کړې ده چې له را روان اوړي به له افغانستانه د خپلو پوځیانو وتل پیل کړي.
د ورځپاڼې په باور د بارک اوباما د ستراتیژۍ مخالفان داسې نظر لري چې د ځواکونو د وتلو د نېټې د پیل اعلان د طالبانو روحیه غښتلې کوي چې نور نو امریکایي پوځیان وځي.
له دې امله انډپنډنټ د متقاعد جنرال کان په وینا لیکي چې وایي، په افغانستان کې دوې لارې شته، ژر ماتې یا ورو بریا چې وخت غواړي.
د انډپنډنټ په وینا د اوباما د پریکړې ملاتړي بیا په دې باور دي چې له افغانستانه د پوځیانو د وتلو لپاره د مشخصې نېټې ټاکل افغان حکومت اړباسي چې ژر تر ژره خپل امنیتي ځواکونه غښتلي کړي او د خپل هېواد امنیتي مسوولیت په خپله غاړه واخلي.
ټایم مجله:
ټایم مجلې بیا د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د روسیې هڅو ته اشاره کړې او لیکي چې روسیه بیا افغانستان ته ورګرځي خو دا ځل د امریکا په خوښه روانه ده.
مجله لیکي، که څه هم د روسیې د ولسمشر وروستۍ لیدنې کتنې چې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره یې د تورې بحیرې پر غاړه په سوچي استراحتځي کې لرله، د نړېوالو پام ډیر جلب نه کړ، خو د دې غونډې پیغام جدي و.
د ټایم په باور د روسیې د ولسمشر له خبرو داسې ښکارېده چې وروسته تر دو لسیزو چې شوروي په افغانستان کې سخته ماتې وخوړه، بیا روسیه چمتو شوې ده چې په میلیارډونو ډالر په جګړې ځپلې افغانستان کې ولګوي.
ټایم مجله وړاندې لیکي، روسیه تر وسه وسه هڅه کوي چې د افغانستان له پوځي ډګره ځان وساتي او کله هم پر دې فکر نه کوي چې پوځیان به افغانستان ته استوي، د مجلې په وینا له تررویزم سره په جګړې کې روسیې یوازې دا کړي دي چې مواصلاتي لاره نورو ته پرانیزي.
ټایم مجله بیا دې ته اشاره کوي چې روسیې پخوا په افغانستان کې ډيره پانګونه کړې وه، په ځانګړې ډول د اوبو د سترو بندونو په جوړولو کې او د افغانستان په شمال کې د ګازو د استخراج په برخه کې او اوس چې د اوسپنې او المونیوم طبیعي زیرمې هم په افغانستان کې کشف شوې دي نو د روسیې سیاسي او اقتصادي واکمنان غواړي چې په افغانستان کې د پښې ځای ولري.
روسیې د افغانستان د پخواني پوځ په روزنه کې هم ډيره ونډه لرله او اوس بیا دې ته تیاره شوې ده چې د افغانستان د پولیسو په روزنه او تجهیزولو کې مرسته وکړي، همدا راز پر افغان پوځ د هیلیکوپترو خرڅلاو ته هم تیاره شوې ده.
د ټایم مجلې په باور یو شمېر هغه افغان پوځي افسران چې په روسیه کې یې زده کړه کړې وه او هغه سیاستوال او پخواني کمونستان چې د طالبانو له راتګ سره له افغانستانه وتلي وو بیرته افغانستان ته ستانه شوې دي او په حکومت، ملي شورا او پوځ کې یې یو شمېر مقامونه خپل کړې دي چې د افغان پوځ په روزنه کې او په افغانستان کې د روسیې په پانګونه کې د دوې له اغیزه سترګې نه شي پټېدای.