چهار شنبې د وږي ۳یمه
وروستی بدلون 03 06 1389 03:39 PM
کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي، د ورځپاڼو په وینا شمالي ولایتونو کې د بې امنۍ مخه نه نیول کیږي او په دې وروستیو کې د ځینو شمالي ولایتونو د امنیت وضعیت مخ په خرابېدو دی.
ملي ارمان:
ملی ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د افغانستان د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعیت تبصره کړې او لیکلي یې دي، چې په دغو ولایتونو کې ولې د طالبانو د فعالیت مخه نه نیول کيږي.
په سرمقالې کې په دې برخه کې په ځانګړې توګه د بغلان او کندز ولایتونو په امنیتي وضعیت اندیښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي، دغه دوه ولایتونه چې پخوا هم شمال او شمال ختیځ ته د طالبانو د نفوذ لارې وې، اوس ورو رور یو ځلې بیا د طالبانو په ځالو بدلیږي.
ملي ارمان لیکلي دي چې په دې وروستیو کې په بلخ، فاریاب، بادغیس ولایتونو کې هم امنیتی وضعیت مخ په خرابیدو دی.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د جمهوري ریاست د ملی امنیت د سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا څرګندونې راخیستي چې ویلې دي، پاکستان د افغانستان په جګړې کې اصلي تیری کوونکی دی.
په مطلب کې د نوموړی له قوله زیاته شوې، چې د پاکستان استخبارات افغانستان د خپل نفوذ د ساحې یوه برخه بولي.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپاڼې په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت په اړه موجودې اندیښنې څیړلي او په دې برخه کې یې له پیښو سره د مبارزې د ادارې د چارواکو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دی، سږ کال به د خوراکی موادو له پله یو سخت کال وي.
هیواد لیکلي دي، افغان حکومت او ملي سوداګر مسوولیت لري چې وار دمخه لازم اقدامات وکړي او په راتلونکې ژمي کې د خوراکي موادو له کمښت څخه مخنیوی وکړي.
راه نجات:
راه نجات ورځپانې (د افغانستان د جګړې پایله) تر سرلیک لاندې د دغه جګړې د دوام، د هغې د زیانونو او همداراز په اړه یې په بیلابیلو نظرونو تبصره کړې.
د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان د جګړې په اړه بیلابیل نظرونه ورکول کیږي خو داسې ښکاري چې خپله امریکایان لا تراوسه پورې د دې جګړې په اړه په خپلو خیالونو کې ډوب پاتې دي.
راه نجات لیکلي دي، که د افغانستان جګړه په ریښتینې توګه درک نه شي، نو هغه ورځ لرې نه ده چې په افغاسنتان کې د درېیم ځل لپاره هم یو نړیوال زبرځواک په ګونډو شي.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د افغانستان د ولسي جرګې په راتلوونکو انتخاباتو هم تبصره کړې. ورځپاڼې پوښتلي ایا دغه انتخابات به د بدلون لپاره یو فرصت وي او که نه د تیرې تجربې تکرار؟
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه موجودې اندیښنې څیړلي دي.
ویسا لیکلي دي، چې په دې برخه کې له امنیتي اندیښنو سربیره دا مساله هم په کې مهمه ده چې د جمهور ریاست د تیرو انتخاباتو تجربه په کې تکرار نه شي.
په سرمقالې کې راغلي دي، د بل هر هېواد په شان د جمهوري ریاست په تیرو انتخاپاتو کې هم لاسوهنې او درغلۍ وشوې، دیوه کاندید نه بلکې د ټولو کاندیدانو لپاره خو د افغان ولس په رایو او د انتخاباتو په پایلو چې کومې ملنډې ووهل شوې، په نورو هیوادونو کې یې ساری کم لیدل شوی.
ویسا لیکلي اړوند چارواکي باید دې مسالې ته پام وکړي او چا ته د غوغا جوړولو اجازه ورنه کړي.