چهار شنبې د اګسټ 25مه
وروستی بدلون 03 06 1389 01:47 PM
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان د روان حالت په اړه مطالب خپاره کړي دي، وال سټریټ ژورنال په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې یعنې سي. ای. اې د فعالیت په اړه لیکلي، چې د سي. ای. اې اداره په افغانستان کې د سپایډر تر نامه لاندې فعالیت کوي او دغه اداره د ولسمشر کرزي د حکومت سره سم په هېواد کې خپل فعالیت پیل کړ، د ورځپاڼې په و ینا دغه اداره تل د افغان او امریکا د حکومتونو تر منځ منځګړتیا کوي.
ډیلي ټیلګراف:
په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې، ډیلي ټیلګراف په وروستۍ ګڼې کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو د پروګرام په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:
د امریکایي چارواکو له ویناو څخه داسي بریښي، امریکایي عسکر به په هغې نیټې له افغانستان څخه ونه وځي کومه چې جمهور رییس بارک اوباما له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو لپاره ټاکلې ده. که په دې نېټې د عسکرو وتل پیل هم شي، شمېر به یې زیات نه وي.
ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس له خولې لیکي: د افغانستان جګړې به له ختمیدو مخکې شدت پیدا کړي او دا ځکه نړیوال او افغان ځواکونه باید د وسله والو مخالفانو ځالو ته داخل شي او له سوړو یې را وباسي.
د جنرال پټرویس په وینا، له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په ګوته شوې نیټه، یوازي د یوې عملیې پیل دی.
ډیلي ټیلګراف لیکي، جنرال پټرویس چې د عراق د جګړې د لورې په بدلون کې یې شهرت حاصل کړی، په دې باور دی چې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان په صفت، په افغانستان کې د جنګي عسکرو د حضور د مهلت په اړه جمهور ریس اوباما ته د مشورې ورکولو حق لري.
ورځپاڼه لیکي، د پټرویس دا خبره د دې معنی لري، چې دی له افغانستان څخه په ټاکل شوې نیټې نه دی خوښ چې ووځي او د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت کې دا کار عملي نه ګڼي.
وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه یوې مقالې کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکا د ډپلوماتیکو استازو په نسبت، د دې هېواد استخباراتي اداره د جمهور رییس کرزي له حکومت سره نږدې ده.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا داستخباراتو د مرکزي ادارې (سي. آی. اې) رییس چې د سپایډر په مستعار نامه کار کوي، له کومې ورځې چې ښاغلی کرزی واک ته رسیدلی، د افغانستان له حکومت سره کار کوي.
ورځپاڼه د سي. ای. اې چارواکو له خولې لیکي، سپایډر په افغانستان کې د طالبانود رژیم له ړنګېدو مخکې، له ښاغلي کرزي سره یو ځای افغانستان ته تللی و او هغه مهال چې یوې امریکایي الوتکي په غلطۍ کې په هغې غونډې چې کرزی هم په کې و، بمونه وغورځول نو همدا سپایډر و، چې د افغانستان راتلونکی مشر یې وژغوره او له دې پېښې څخه څو ساعته ورورسته د بن په کنفرنس کې، ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د مشر په توګه وټاکل شو.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، نن سبا هم چې د امریکا او افغانستان د حکومتونو تر منځ کومه لانجه او شخړه راپورته کیږي، بیا هم سپایډر دی چې میدان ته کیږي او وضعه بېرته عادي کوي.
ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلي کارل ایکنبري یو ځل سپایډر ته ویلي و، چې د جمهور رییس کرزي حکومت ته دې ځان ډېر نه نږدې کوي، خو د جمهور رییس اوباما ادارې، د کابل او واشنګټن تر منځ د تاوتریخوالي او امریکا ته د جمهور رییس حامد کرزي د سفر په مهال بیا هم د ډپلوماتیک چینل په ځاي په افغانستان کې د سي. ای. اې رییس ته دنده وسپارله چې د دواړو اړخونو تر منځ د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي. ای. اې مامورین په پوځي ساحې کې هم مهمه وڼده لري او د پردې ترشا د کندهار په عملیاتو کې قوي لاس لري. په خاص ډول د مخورو او مهمو قومي مشرانو په پیژندنې او له هغو سره د اړیکو ټینګولو په کار کې زیات کار کوي.