سې شنبې د وږي دوهمه
وروستی بدلون 02 06 1389 02:48 PM
په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بیلابېل مسایل ترڅیړنې لاندې نیولي چې لنډیز يي دلته لولي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې له وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې په روان بهیر خپله سرمقاله کښلې او لیکلي یې دي، چې پاکستان طالبان روغې ته نه پریږدي.
په سرمقالې کې له یوې نړېوالې ورځپاڼې سره د پاکستان د استخاباراتي کسانو د خبرو یوه برخه راخیستل شوې چې ویلي یې دي، د طالبانو مرستیال ملا برادر یې تېر کال د دې لپاره ونیوه چې له افغان دولت سره د دغې ډلې د روغې جوړې مخه ونیول شي.
خدمتګار لیکلي دي، چې د پاکستان سیاستونو ته په کتو سره اوس دا په ریښتینو طالبانو پورې اړه لري چې فکر وکړي، د پاکستان د ښکاره او پوسکنده دسیسو په وړاندې ښه انتخاب څه دی، د جګړې دوام او که روغه جوړه، ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي چې افغاتنستان په راتلونکي ژمي کې د غنمو له کمښت سره مخ کيږي.
په مطلب کې د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ادارې د یوه چارواکي له قوله راغلي چې تېره کال افغانستان د خپلې اړتیا یوه برخه غنم له پاکستان او قزاقستان نه ترلاسه کول، خو اوس دا دواړه هېوادونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ځینو وروستیو پریکړو تبصره کړې او هغه یې ستایلي دي.
هېواد لیکلي دي، چې د خصوصي امنیتي کمپنیو او د موازي ادارو د له منځه وړلو پریکړه او د لوېو قرادادونو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غوڅ دريځ د خلکو د هیلو او غوښتنو سره سم دي.
ورځپانې همدا راز د افغان پولیسو لیکو ته د خصوصي امنیتي کمپنیو د ساتوونکو په جذبولو یو مطلب خپور کړی او د چارواکو له قوله لیکلي دي، چې د دې کار د ترسره کولو لپاره به د اړیکو یوه مرجع رامنځ ته شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې له وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره د هلو ځلو په دوام ټینګار کړی دي.
ویسا لیکلي دي، چې له بده مرغه د ښاغلي حامد کرزي د جمهور ریاست د نوې دورې کال تېر شو خو تر اوسه پورې د سولې له ملی مشورتي جرګې پرته د روغې جوړې په برخه کې کوم ماثره ګام وانه خیستل شو.
ورځپاڼې لیکلي دي، دې ته اړتیا ده چې د سولې حرکت د ملي اړتیا پر بنسټ په ملي حرکت بدل شي او نړېواله ټولنه دې ته اړ کړای شي چې نور باید د افغان ولس غوښتنو او لومړیتوبونو ته غاړه کښیږدي.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼې هم په افغانستان کې د سولې لپاره په روانو هلو ځلو یو مطلب خپور کړی او په غټ سرلیک کې یې د ولسمشر حامد کرزي خبره راخیستې چې ویلی یې دی، له طالبانو سره رسمي خبرې نه دي شوي.
په مطللب کې له یوه بهرني تلویزیوني چینل سره د ښاغلي حامد کرزي د مرکې ځیني برخې راخیستل شوي چې ویلي دي، د طالبانو له ځینو عناصرو سره فردي اړیکې ټینګې شوي دي خو تر اوسه پورې دغه بهیر رسمي بڼه نه ده خپله کړې.
راه نجات همدا راز د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه هم د ولسمشر وروستۍ څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، دغه کمپینې له مافیايي ډلو او احتمالاً له وسلوالو طالبانو سره لاس لري.