ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

سې شنبې د اګسټ ۲۴ مه

شیکاګو تربیون ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې پترایوس د افغانستان پرستراتیژی شک کوي
وروستی بدلون 02 06 1389 12:31 PM

نړېوالو ورځپاڼو هر یو شیکاګو تربیون او نیوزویک په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحلیلونه خپاره کړې چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې.

شیکاګو تربیون:

شیکاګو تربیون ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې پترایوس د افغانستان پرستراتیژی شک کوي، تر سر لیلک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې د پیل په کرښو کې یي لیکي:

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پترایوس په وروستیو کې د عامه اړیکو په برخه کې هلې ځلې پیل کړي او له دې لارې غواړي امریکایانو ته قناعت ورکړي چې امریکا باید په افغانستان کې پاتې شي نه دا چې له دې هېواده د وتلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د ژمنې ملاتړ وکړي.

اوباما له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو د پروسې د پیل لپاره د راتلونکي میلادي کال جولای میاشت ټاکلی ده.

ورځپاڼه لیکي، ډیر غیر پوځي څارونکي په دې باور دي چې د افغانستان جګړه به هغسې چې لازمه ده ونه ګټل شي.

ځکه دوي په دې هم پوه دي چې د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره په دې هېواد کې له پوځي بري پرته په نورو برخو کې هم پرمختګونو ته اړتیا ده.

د شیکاګو تربیون په وینا د افغانستان د امن کولو لپاره امریکا دی ته اړتیا لري چې ښه حکومت داری رامنځته کړي او اقتصاد ته وده ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا واشنګټن په دې برخه کې تر اوسه ناکامه شوی دی، خو په هرصورت جنرال پترایوس غواړي د امریکایانو باور ترلاسه کړي چې د دغې جګړې لوری بدلیدای شي که موږ د هغه ستراتیژی ته زیات وخت ورکړو، ځواکونه او پیسې ورکړو.

د شیکاګو تربیون په وینا پترایوس له دې لارې غواړي چې خپل هغه حیثیت او اعتبار وازموي چې په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د ځواکونو په زیاتېدو سره د جګړې د مسیر د بدلولو په خاطر ده ته ورکړل شوی دی.

نیوزویک:

هغه تصاویر چې ویل کیږي په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د ساز او نڅا جریان ښیي، روانه اونۍ په یوې افغاني ویب پاڼه کې خپاره شول.

ادعا شوې چې دغه تصاویر د هغه محفل جریان ښیي چې د روژې د مبارکې میاشتې په جریان کې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې ترتیب شوی وو او ګډون کونکو یي له الکولي مشروباتو څخه استفاده کړې ده.

نیوزویک مجله لیکي، دغو تصاویرو د افغانستان د ولسي جرګې غړي ډیر په قار کړي او دوي په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر سید طیب جواد د فوري استعفا غوښتنه کړې ده.

نیوزویک د ولسي جرګې د لومړي منشي عبدالستار خواصي له قوله لیکي چې وایي، ښاغلي سفیر، تاسو له انجونو او د شرابو له ګیلاسونو سره نڅا کوی په داسې حال کې چې خلک په افغانستان کې د وینو په سیلاب کې غوټې وهي،په همدې حال کې سید طیب جواد دغه ادعاوې رد کړي او دغه تصاویر یي غیر حقیقي بللې دي،ښاغلي جواد ویلي چې دغه تصاویر یا زاړه دي او یا هم جعلي.

د سید طیب جواد په وینا یو شمېر دغه تصاویر یو کال مخکې د افغانستان د خپلواکۍ د محفل له جریانه اخیستل شوی چې په کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس