ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

دو شنبې د وږي لومړۍ نېټه

وروستی بدلون 01 06 1389 02:46 PM

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د امنیتي کمپنیو، به هېواد کې د سیلابونو له امله د راولاړو شویو ستونزو او اداري فساد په اړه مطالب او سرمقالې خپرې کړي دي، چې زموږ همکار نسیم شفق ورته لنډه کتنه کړې او لاندي مطالب یې ترې راغونډ کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په افغانستان کې د خصوصي امنیتی کمپنیو د منحلیدو کیسه را اخیستې ده او دا موضوع یې له بیلابیلو اړخونو نه څیړلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د خصوصي امنیتی کمپنیو د منحلیدو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمان په اړه ډیرې تبصرې کیږي خو مهمه دا ده، چې افغان حکومت د امنیتي ځواکونو ظرفیتونه لوړکړي ترڅو د خصوصي امنیتي کمپینوتشه ډکه شي؟

دې ورڅپاڼې د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په قلم د افغانستان د جنګ په اړه یوه لیکنه هم خپره کړې، چې ویلي یې دي، هغه ستراتیژۍ چې له تروریزم څخه د سیاسي ابزار په توګه ګټه واخلي بریا ته نه رسیږي.


انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې د افغانستان په ځینو برخوکې د سیلابونو له امله د را ولاړو شوو ستونزو او د فقر او غریبۍ د خطرپه اړه لیکنه کړې.

دې ورځپاڼې د پیښو په وړاندې د مبارزې د رییس له قوله لیکلي، چې د ملګروملتونو سازمان باید د افغانستان لپاره د خوراکي موادو د مرستې د ترلاسه کولو په اړه تدابیر ونیسي.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي، چې سیلابونو د افغانستان په ځینو برخو کې له هره پلوه ډیر زیانونه اړولي او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې په بل ځای کې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د خلکو له خوا د قانون د عملي کیدو په اړه هم تبصره کړې.

دې ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان خلک باید په خپله له بې قانونۍ څخه مخنیوی وکړي او قانون په بشپړه توګه رعایت کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نن ورځې ګڼې په سرمقالې کې پر افغان حکومت له دې امله جدي انتقاد کړی، چې په دې هیواد کې یې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د پام وړ څه نه دي کړي. ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر کرزی د کرښې وروستۍ برخې ته رسیدلی.

د مقالې لیکوال ویلي، چې د مفسدو کسانو د محاکمه کولو له غوښتنو سره سره بیا هم په فساد یوشمېر ککړ کسان یا نیول شوي نه دي اویا هم توانیدلي له افغانستان څخه بهر ووځي.

دې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ هم تبصره کړې او د پاکستان کړنې یې ارزیابي کړي دي، د مقالې لیکوال څرګنده کړې، چې پاکستان هېڅکله نه غواړي چې له نړې سره پراخې اړیکې لرونکی او پیاوړی افغانستان په څنګ کې ولري.

اراده:

ارادې ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه تبصره کړې او په دې برخه کې یې شته ستونزې څیړلې دي.

دې ورځپاڼې په غټو ټکو کې لیکلي، چې پر انتخاباتو د ټوپک سیوری شته او دا به پرانتخاباتو ډیره اغیزه پرې باسي.

د مقالې لیکوال وایي، چې سیمه ایز زورواکي اوس دا فرصت پیدا کوي، چې د خلکو په ګواښولو سره د زور له لارې ځانته رایې ترلاسه کړي.

ورځپاڼې د خپلې نن ورځې ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د اداري فساد او اغیزو په اړه یې هم تبصره کړې.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس