ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

پنجشنبې د زمري ۱۷ مه

راه نجات: د بريتانيې صدراعظم ډيويډ كامرون پاكستان ته جدي خبردارى وركړى چې بايد د تروريستانو په وړاندې جدي اقدامات وكړي.
وروستی بدلون 07 05 1389 01:19 PM

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان د روانو حالاتو په اړه بېلابېل مطالب او مقالې ليكلي چې لنډيز يي دلته لولئ.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې په پاكستان كې د تروريستي فعاليتونو په اړه يو مطلب خپور كړى او په خپل لومړي مخ كې يې په غټوټكو كې ليكلي چې پاكستان بايد افغانستان ته د تروريستانو صادرول بند كړي.

ورځپاڼې ويلي چې د بريتانيې صدراعظم ډيويډ كامرون پاكستان ته جدي خبردارى وركړى چې بايد د تروريستانو په وړاندې جدي اقدامات وكړي.

ورځپاڼې په دې اړه هم يومطلب خپوركړى چې چې افغان حكومت بايد تردوه زره څوارلسم ميلادي كاله پورې له نړېوالوځواكونوڅخه د امنيت ساتنې د مسووليت منلو لپاره ځان برابركړي.

دې ورځپاڼې ليكلي چې په دې لړكې د افغان ځواكونو روزنې او تجهيز ته بايد جدي پاملرنه وشي.

د مقالې د ليكوال په باور يوازې د افغان ځواكونو د شمېرله زياتوالي سره نه شي كېداى چې ټولې ستونزې حل شي بلكه بايد د دغو ځواكونو د كيفيت مسالې ته لومړيتوب وركړى شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې كې ليكلي چې يوه ورځ به هرومرو بهرني ځواكونه له دې هېواد څخه ووځي خو بايد له هغې مخكې په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره لازمې هلې ځلې وشي.

ورځپاڼې ليكلي چې په افغانستان كې د تل پاتې سولې لپاره بايد د پوځي برخو تر څنګ په افغانستان كې اقتصادې ودې ته هم پاملرنه وشي ترڅو خلك ارامه او هوسا ژوند ولري.

ورځپاڼې ليكلي چې ولسمشركرزي د پاكستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په دې هېوا كې د مسافر وړونكې الوتكۍ د غورځېدو په اړه خبرې وكړې او په دې اړه يې ژور خفګان څرګند كړ.

هېواد د كابل د نړېوال كنفرانس پريكړو ته هم اشاره كړې او ليكلي يې دي چې په دې كنفرانس كې افغان حكومت خلكو ته او نړېوالې ټولنې د افغان حكومت په وړاندې په خپلو ژمنو ټينګار وكړ.

ويسا:

ويسا ورځپاڼې په افغانستان او پاكستان كې د موجوده وضعې او د محرمو استخباراتي اسنادو د خپرولو او د هغو د اغيزو په اړه تبصره كړې، ورځپاڼې ليكلي چې افغان حكومت بايد د موجوده وضعې په رڼا كې له امريكا سره خبرې اترې وكړي.

دې ورځپاڼې ليكلي چې بايد د افشا شوو اسنادو په اړه جدي څيړنې وشي چې ځانګړو امريكايي ځواكونو د ناسمو معلوماتو له مخې په افغانستان كې څومره قومي مشران وژلي دي.

ويسا په بل ځاى كې د افغانستان د جنګ په اړه د پټو اسنادو خپرېدو ته په اشارې ليكلي چې دا جنګ بې مفهومه دى.

د مقالې ليكوال وايي، چې هره ورځ د نوېو اسنادو له خپرېدو سره د افغانستان د روان جنګ په اړه نور مسايل څرګنديږي او دا ثابتيږي چې ګوندې دا جنګ بې مفهومه او بې ګټې دى.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې د خپلې نن ورځې ګڼې په سرمقالې كې په سيمه كې د پاكستان د كړنو او له تروريستانو سره د دې هېواد د همكارېو په اړه تبصره كړې، د سرمقالې ليكوال پوښتنه كړې چې ايا پاكستان به د سيمې لوبغاړى وي.

هشت صبح ويلي چې كورنۍ ستونزې او اقتصادي فشارونه به پاكستان ديته اړ كړى چې نور خپل دوه ګونى رول او سياست هير كړي.
ورځپاڼې په بل ځاى كې هم په افغانستان اوسيمه كې د تروريزم په وړاندې مبارزې ته پاملرنه كړې او د محرمو اسنادو خپرېدو ته يې په اشارې ليكلي چې افغانستان يوځل بيا دا فرصت پيدا كړى چې د تروريزم په وړاندې مبارزه بدله او لايې ګټوره كړي.
د حرفواندازه - +

مطبوعاتو ته کتنه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس